نیویارک : پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي دي چې په افغانستان کې د ټي ټي پي په ګډون ګڼې وسله والې ډلې فعالیت کوي او د تبلیغ، د کسانو د جلب، بریدونو د پلان او د پیسو د برابرولو لپاره له نوې ټکنالوجۍ او انلاین لارو کار اخلي.

 

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت د امنیت شورا غونډې ته وویل، چې په افغانستان کې د ټي ټي پي، داعش خراسان، القاعده پورې تړلو ډلو، بي اېل اې او مجید بریګېډ فعالیت د پاکستان او سیمې لپاره د اندېښنې وړ دی.

 

هغه وویل، چې د دې ډلو له ډلې ځینې په افغانستان کې کسان جلبوي، روزنه ورکوي او پر پاکستان د بریدونو پلانونه جوړوي. عاصم افتخار احمد وویل، چې په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستانه د راولاړې شوې وسله والې ناامنۍ له امله تر ۴۷۰۰ ډېر پاکستانیان وژل شوي دي.

 

دا د پاکستان دریځ دی. د افغانستان طالبانو تر دې وړاندې په وار وار ویلي دي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد د وسله والو د فعالیت لپاره نه پرېږدي او دا تورونه یې رد کړي دي.

 

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد کمېټۍ په یو تازه راپور کې ویلي دي چې وسله والې ډلې اوس تبلیغ یوازې د پیغام رسولو لپاره نه، بلکې د کسانو د جلب، سختدریځۍ، پیسو ټولولو او د عملیاتو د پلان د یوې برخې په توګه کاروي.

 

راپور وايي، چې وسله والې ډلې په زیاتېدونکي ډول له مصنوعي ځیرکتیا، ټولنیزو رسنیو، انلاین پیسو، مجازي شتمنیو او نورو ډیجیټلي لارو کار اخلي. د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي دي چې د نوې ټکنالوجۍ چټک بدلون د وسله والو ډلو لپاره هم د فعالیت نوې لارې برابرې کړې دي.

 

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد کمېټۍ اجراییوي مشرې ،نتالیا ګېرمن، امنیت شورا ته ویلي دي، چې وسله والې ډلې اوس پر ټولنیزو رسنیو، د انلاین لوبو په چاپېریال او نورو مجازي ځایونو کې په ځانګړي ډول ځوانان په نښه کوي او د جلب هڅې کوي.

 

هغې ویلي دي، چې د وسله والو د پیسو برابرولو لارې هم بدلې شوې دي او ځینې ډلې له انلاین پیسو، د خلکو له انلاین مرستو، موبایلي پیسو او مجازي شتمنیو کار اخلي.

 

عاصم افتخار احمد وویل، چې د ملګرو ملتونو اوسني بندیزونه او د ترهګرۍ ضد لارې باید د دغو بدلېدونکو ګواښونو له مخې پیاوړې شي. هغه وویل، چې نړیواله ټولنه باید داسې لارې پیدا کړي چې وسله والې ډلې د انټرنېټ، نوې ټکنالوجۍ او نوو مالي لارو له کارولو را وګرځوي.

 

ملګري ملتونه : بي اېل ای له ځینو اسلامپالو وسله‌ والو ډلو سره ګډې شبکې کاروي
ملګري ملتونه : بي اېل ای له ځینو اسلامپالو وسله‌ والو ډلو سره ګډې شبکې کاروي
ملګري ملتونه : د طالبانو ملاتړ په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونه ډېر او لا وژونکي کړي
ملګري ملتونه : د طالبانو ملاتړ په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونه ډېر او لا وژونکي کړي
شکیب : د افغانستان او پاکستان امنیت له یو بل سره تړلی دی
شکیب : د افغانستان او پاکستان امنیت له یو بل سره تړلی دی

 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت په خپله غونډه کې یو بیان هم تصویب کړ او ویې ویل، چې نړیواله ترهګري لا هم د نړیوالې سولې او امنیت لپاره له جدي ګواښونو څخه ده.

 

په همدې وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو خپلواکو کارپوهانو خبرداری ورکړی دی چې د ترهګرۍ ضد مبارزه باید د بشري حقونو، نړیوال قانون او د خلکو د اساسي ازادیو د کمزوري کولو لامل نه شي.

 

کارپوهانو له هېوادونو غوښتي دي چې خپل د ترهګرۍ ضد قوانین او کړنلارې بیا وڅېړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د بشري حقونو، بشري مرستو او د کډوالو له نړیوالو قوانینو سره برابرې دي.