کوټه / نیویارک : د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار ډلې ،د اګست د ۱۵مې، په تازه راپور کې د بلوچستان لبریشن ارمي یا بي اېل ای او ځینو اسلامپالو وسله والو ډلو ترمنځ د لوژستیکي او روزنیزو اړیکو یادونه شوې ده.
راپور د غړو هېوادونو د معلوماتو له قوله وايي، چې بي اېل ای او داعش خراسان د وسلو، وسایلو او نورو اړتیاوو د رسولو لپاره له ځینو ګډو شبکو ګټه اخلي. خو راپور دا نه وايي چې دواړه ډلې رسمي اتحاد لري او نه هم د دغو ګډو شبکو د مشرانو، ځایونو او د فعالیت د طریقې بشپړ جزییات وړاندې کوي.
د راپور له مخې، د یو غړي هېواد معلومات ښيي چې د بي اېل ای ځینو وسله والو په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان له غړو سره یو ځای روزنه هم ترلاسه کړې ده. د همدې معلوماتو له مخې، په ځینو روزنیزو فعالیتونو کې د القاعدې له روزونکو سره د اړیکو دعوه هم شوې ده.
دا معلومات په سیمه کې د هغو وسله والو ډلو ترمنځ د اړیکو یو پېچلی انځور وړاندې کوي چې له فکري او سیاسي پلوه یو له بل سره توپیر لري. بي اېل ای یوه بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله واله ډله ده، په داسې حال کې چې داعش خراسان، القاعده او تحریک طالبان پاکستان اسلامپالې وسله والې ډلې دي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې د داعش خراسان د پوځي وړتیاوو په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې ده. د غړو هېوادونو د معلوماتو له مخې، دغې ډلې پرمختللو بې پیلوټه الوتکو، د شپې لید وسایلو او حرارتي کمرو ته لاسرسی پیدا کړی او ځینې غړي یې د بې پیلوټه الوتکو د کارولو او په ښاري سیمو کې د جګړې روزنه ترلاسه کوي.
راپور د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې د وسله والو ډلو د فعالیتونو، روزنې او د وسایلو د رسولو شبکو ته هم پام اړولی دی. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار ډله د داعش، القاعدې او ورسره تړلو ډلو په اړه د غړو هېوادونو معلومات راټولوي او امنیت شورا ته یې وړاندې کوي.
خو په راپور کې راغلي معلومات ټول د ملګرو ملتونو خپل میداني تحقیقات نه دي. د بي اېل ای، داعش خراسان او نورو ډلو ترمنځ د ګډو شبکو او روزنیزو اړیکو په اړه یو شمېر معلومات د غړو هېوادونو له خوا ورکړل شوي او د هرې دعوې خپلواک میداني تایید په راپور کې نه دی وړاندې شوی.
له همدې امله، د راپور مهم ټکی دا نه دی چې بي اېل ای له اسلامپالو وسله والو ډلو سره رسمي یا فکري اتحاد جوړ کړی، بلکې دا دی چې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو معلومات د دغو بېلابېلو ډلو ترمنځ د وسایلو د رسولو، روزنې او نورو عملي چارو لپاره د ګډو اړیکو او شبکو نښې ښيي.


شال نیوز