اسلام‌ اباد : د پاکستان د کورنیو چارو وزیر مملکت ،طلال چودري، وايي، چې استخباراتي ادارو داسې کسان نیولي چې ،د ده په وینا، له افغانستانه یې د خیبر ضلعې باړې ته وسلې راوړلې او له هغه ځایه یې د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر ته رسولې.

 

طلال چودري ،د سپتمبر په ۱۶مه، په اسلام‌ اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د ،ضیا، په نوم یو کس هم په نیول شوو کسانو کې شامل دی چې د وسلو کاروبار یې کاوه. د هغه په وینا، له نیول شوي کس څخه ترلاسه شوو موبایلونو او غږیزو خبرو د نورو کسانو په اړه هم معلومات ورکړي دي.

 

د کورنیو چارو وزیر مملکت دعوه وکړه چې ضیا په افغانستان کې له ،زرشاد، نومي کس سره اړیکې لرلې او وسلې به له افغانستانه لومړی باړې ته راوړل کېدې او بیا به د نورو کسانو په مرسته کشمیر ته رسول کېدې. چودري وویل، چې اکبر نومي یو سرکاري ملازم هم د وسلو په رسولو کې کارول کېده او د هر ځل وسلو رسولو په بدل کې به یې پیسې اخیستې.

 

هغه د خبري غونډې پر مهال یو شمېر غږیز ریکارډونه هم واورول چې د پاکستان حکومت وايي، د وسلو د اخیستو، بیو او رسولو په اړه د نیول شوو او نورو کسانو خبرې پکي ثبت شوې دي. طلال چودري دغه کسان له بندې شوې جواینټ عوامي ایکشن کمېټۍ سره تړلي وبلل او دعوه یې وکړه چې وسلې د دې کمېټۍ له اړوندو کسانو سره تړاو لري.

 

د پاکستان حکومت له خوا وړاندې شوي تورونه او غږیز ریکارډونه تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي. د جواینټ عوامي ایکشن کمېټۍ تازه غبرګون هم تر اوسه مخې ته نه دی راغلی.