اسلام‌ اباد : د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د کوهاټ له برید وروسته په یو تازه بیان کې ویلي دي، چې پاکستان د وسله والو ګواښونو د له منځه وړلو «اراده او توان» لري، که دغه ګواښونه هر چېرې وي.

 

وزارت ،د سپتمبر په ۱۹مه، ویلي دي، چې پاکستان به د خپلو خلکو، خاورې او حاکمیت د ساتنې لپاره د نړیوال قانون له مخې ټول اړین اقدامات کوي. دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې د کوهاټ له برید وروسته د اسلام‌ اباد او کابل ترمنځ لفظي تاوتریخوالی زیات شوی دی.

 

پاکستان یو ځل بیا تور لګولی دی چې تحریک طالبان پاکستان او نورې وسله والې ډلې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو د پلانولو او ترسره کولو لپاره کاروي. اسلام‌ اباد وايي، په افغانستان کې د دغو ډلو پټنځایونه او د جلب، روزنې او ملاتړ شبکې د پاکستان امنیت ته مستقیم ګواښ دی.

 

د پاکستان حکومت د دغو تورونو لپاره په خپل تازه بیان کې خپلواک شواهد نه دي وړاندې کړي. طالبانو له دې وړاندې دا تورونه رد کړي دي. د اطلاعاتو وزارت د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا د کوهاټ د برید غندنه هم یاده کړې، خو ویلي یې دي چې یوازې غندنه کافي نه ده او باید ورسره «کره، د تایید وړ او دوامدار اقدامات» هم وشي.

 

اسلام‌ اباد له طالبانو غوښتي دي چې د وسله والو پټنځایونه ختم کړي، د جلب او روزنې شبکې ګډې وډې کړي او اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو د پلانولو یا ترسره کولو لپاره وکارول شي.

 

کوهاټ برید: د وژل شویو شمېر ۳۱ ته لوړ شوی؛ پولیس وايي لومړني عملیات بشپړ شوي
کوهاټ برید: د وژل شویو شمېر ۳۱ ته لوړ شوی؛ پولیس وايي لومړني عملیات بشپړ شوي
مجاهد : پر افغانستان د پاکستان پوځي برید ته به سخت ځواب ورکړو
مجاهد : پر افغانستان د پاکستان پوځي برید ته به سخت ځواب ورکړو

 

پاکستان له نړیوالې ټولنې هم غوښتي دي چې پر طالبانو فشار واچوي څو د وسله والو ډلو پر ضد عملي او د تایید وړ اقدامات وکړي. دا بیان د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد تر هغو څرګندونو وروسته خپور شوی چې ویلي یې وو، که پاکستان د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې په نوم د افغانستان پر خاوره پوځي اقدام وکړي، افغانستان د خپلې خاورې د دفاع حق لري او ځواب به ورکړي.

 

پاکستان د مجاهد دا څرګندونې غندلې دي.

 

د دواړو خواوو وروستۍ څرګندونې ښيي چې د کوهاټ له برید وروسته د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وسله والو ډلو او د افغانستان د خاورې د استعمال پر سر اختلاف یو ځل بیا سخت شوی دی.