کوهاټ : د کوهاټ په زاړه پولیس لاینز کې ،د سپتمبر د ۱۸مې، د جمعې د ورځې د برید د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۳۱ کسانو ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې پولیس وايي د وسله والو پر ضد لومړني عملیات بشپړ شوي او اوس د سیمې د پاکولو او پلټنې عملیات روان دي.

 

انسپکټر عمران‌ الدین شال نیوز ته ویلي دي، چې د پولیس لاینز دننه د څلورو وسله والو مړي موندل شوي دي. هغه وايي، لومړني عملیات پای ته رسېدلي، خو امنیتي ځواکونه لا هم ودانۍ او شاوخوا برخې پلټي.

 

دا د شپې له اوږدو عملیاتو وروسته تازه پرمختګ دی. تر دې مخکې پولیسو ویلي وو چې یو شمېر وسله وال د پولیس لاینز دننه کلابند دي او له امنیتي ځواکونو سره یې نښته روانه ده.

 

برید څنګه پېل شو؟

 

برید ،د سپتمبر په ۱۸مه، د جمعې پر ورځ شاوخوا یوه بجه او شل دقیقې هغه مهال پېل شو چې پولیس او نور کسان د پولیس لاینز په جومات کې د جمعې لمانځه ته راټول شوي وو.

 

 

 

د پولیسو د لومړنیو معلوماتو له مخې، له بارودو ډک موټر د زاړه پولیس لاینز له ودانۍ سره وجنګول شو. له زورورې چاودنې وروسته یو شمېر وسله وال د پولیس لاینز ودانۍ ته ننوتل او له پولیسو سره یې نښته پېل شوه.

 

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید ویلي وو چې له چاودنې وروسته وسله وال د ترهګرۍ ضد پولیسو او سپېشل برانچ د ودانیو پر لور ورغلل. چاودنې جومات او د پولیس لاینز نورې برخې سختې زیانمنې کړې.

 

د مړو شمېر ۳۱ ته لوړ شوی

 

د برید د مرګ ژوبلې شمېر له جمعې راهیسې څو ځله بدل شوی دی. د کوهاټ روغتیايي چارواکو په لومړني راپور کې ویلي وو چې ۲۱ کسان، چې ۱۵ پولیس او شپږ عام وګړي پکې شامل وو، وژل شوي او ۱۰۳ نور ژوبل شوي دي.

 

خو د شنبې په سهار یو لوړپوړي پولیس چارواکي فرانس پرېس ته ویلي دي چې د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۳۱ کسانو ته لوړ شوی چې ۱۶ پولیس هم پکې شامل دي. د هغه په وینا، له ۱۰۰ ډېر کسان ژوبل شوي دي. چارواکو ویلي، د ځینو ژوبلو حالت نازک و، نو د مرګ ژوبلې شمېر د عملیاتو او روغتونونو ته د نورو کسانو له رسېدو سره بدل شوی دی.

 

د شپې عملیات

 

د برید له چاودنې وروسته نښته سمدستي پای ته ونه رسېده. د شپې په اوږدو کې د پولیس لاینز له دننه د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل کېدل او امنیتي ځواکونو د ودانۍ دننه عملیات کول.

 

 

 

فرانس پرېس ته یو لوړپوړي پولیس چارواکي د شنبې ،د سپتمبر په ۱۹مه، په سهار ویلي وو چې یو شمېر وسله وال د سپېشل برانچ په برخه کې کلابند وو او له امنیتي ځواکونو سره یې ډزې روانې وې.

 

خو د شال نیوز تازه معلومات ښيي چې له هغې وروسته وضعیت بدل شوی دی. انسپکټر عمران‌ الدین شال نیوز ته ویلي چې لومړني عملیات بشپړ شوي او د څلورو وسله والو مړي موندل شوي دي. د سیمې د پاکولو او پلټنې عملیات لا روان دي.

 

د بریدګرو د شمېر په اړه بېلابېل معلومات

 

د بریدګرو د شمېر په اړه د چارواکو په معلوماتو کې توپیر لیدل کېږي. پولیسو د برید په لومړیو ساعتونو کې ویلي وو چې شاوخوا پنځه تر اوو وسله وال د پولیس لاینز ودانۍ ته ننوتلي وو. ځینو پاکستاني سرچینو وروسته د شپږو او ځینو د اوو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړ.

 

اوس انسپکټر عمران‌ الدین شال نیوز ته ویلي چې د عملیاتو په وروستي پړاو کې د څلورو وسله والو مړي په سیمه کې پراته موندل شوي دي. دا لا روښانه نه ده چې دغه څلور مړي د هغو وسله والو په شمېر کېې شامل دي چې پولیسو تر دې مخکې د وژل کېدو خبر ورکړی و، که د عملیاتو په وروستي پړاو کې نور مړي موندل شوي دي.

 

شال نیوز ځکه د بریدګرو د ټول شمېر په اړه تر وروستي رسمي بیان پورې یوه وروستۍ شمېره نه خپروي.

 

څوک وژل شوي؟

 

په وژل شویو کې د پولیسو افسران او عام وګړي شامل دي. د چارواکو د معلوماتو له مخې، د کوهاټ د ټرافیک پولیسو اېس پي اکبر شینواری هم په وژل شویو کي شامل دی. د کوهاټ ډي اېچ کیو روغتون د ماشومانو د څانګې مشر ډاکټر اسراییل اورکزی هم په برید کې وژل شوی دی.

 

کوهاټ برید : ایس پي اکبر شینواری او ډاکټر اسراییل اورکزی هم وژل شوي
کوهاټ برید : ایس پي اکبر شینواری او ډاکټر اسراییل اورکزی هم وژل شوي

 

د سپېشل برانچ او د ترهګرۍ ضد پولیسو یو شمېر کارکوونکي هم په وژل شویو کې شامل دي. د وژل شویو پولیسو د جنازې لمونځ د جمعې په ماښام په کوهاټ کې وشو او مړي یې خپلو سیمو کوهاټ، کرک، لکي مروت، بنو او مردان ته ولېږدول شول.

 

د پولیس لاینز اهمیت

 

د کوهاټ زوړ پولیس لاینز یوازې یوه عادي پولیس تاڼه نه ده. په دغه مرکز کې د ضلعي پولیسو ترڅنګ د ترهګرۍ ضد پولیسو، سپېشل برانچ او د پولیسو د نورو مهمو څانګو دفترونه موجود دي. همدا لامل و چې له لومړۍ چاودنې وروسته د پولیس لاینز دننه نښته د څو ساعتونو لپاره وغځېده.

 

د برید ذمه واري

 

د برید د ذمه وارۍ په اړه په لومړیو ساعتونو کې بېلابېل معلومات خپاره شول. فرانس پرېس په خپل تازه راپور کې وايي، اتحاد المجاهدین پاکستان د برید ذمه واري منلې ده. دغه وسله وال اتحاد د حافظ ګل بهادر له ډلې سره تړلی بلل کېږي.

 

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان هم د حافظ ګل بهادر په مشرۍ اتحاد المجاهدین د ذمه وارۍ د منلو خبره کړې ده.

 

د پاکستان تحریک طالبان یا ټي ټي پي په اړه په لومړنیو راپورونو کې بېلابېلې خبرې خپرې شوې وې، ځکه شال نیوز د برید ذمه واري د هغې ډلې په نوم نه لیکي تر څو چې د ډلې خپل بیان او نورې خپلواکې سرچینې یې روښانه نه کړي.

 

غبرګونونه

 

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شریف برید غندلی دی. وزیراعظم چارواکو ته ویلي چې ژوبلو ته دې طبي اسانتیاوې برابرې او د برید په اړه دې راپور وړاندې شي.

 

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر سهیل اپریدي هم د برید په اړه د بشپړ راپور غوښتنه کړې او روغتیايي چارواکو ته یې د ژوبلو د درملنې امر کړی دی.

 

په سیمه کې د بریدونو زیاتوالی

 

د کوهاټ برید په داسې وخت کې شوی چې په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول له افغانستان سره پولې ته نږدې سیمو کې پر پولیسو او امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي. له کوهاټ برید یوه ورځ مخکې په هنګو کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان د سړک غاړې چاودنې شپږ پوځیان وژلي وو.

 

منځنۍ کرمه کې د امنیتي ځواکونو پر ګاډي چاودنه؛ شپږ سرتېري وژل شوي
منځنۍ کرمه کې د امنیتي ځواکونو پر ګاډي چاودنه؛ شپږ سرتېري وژل شوي

 

پاکستان وايي، ځینې وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان دننه بریدونه پلانوي. په کابل کې د طالبانو حکومت دا تور ردوي او وايي، د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

 

د دواړو هېوادونو ترمنځ د وسله والو د موجودیت پر سر اختلاف په وروستیو میاشتو کې نور هم زیات شوی دی.

 

وروستی حالت

 

 

 

د شال نیوز د تازه معلوماتو له مخې، د پولیس لاینز د برید له شاوخوا یوې ورځې وروسته لومړني عملیات بشپړ شوي دي. انسپکټر عمران‌الدین وايي، د څلورو وسله والو مړي موندل شوي او اوس د پولیس لاینز د پاکولو او پلټنې عملیات روان دي.

 

د برید د وژل شویو وروستۍ خپره شوې شمېره ۳۱ کسان ده او له ۱۰۰ ډېر کسان ژوبل شوي دي. پولیسو لا د ټول پولیس لاینز د بشپړ پاکېدو وروستی اعلان نه دی کړی.

 

شال نیوز د کوهاټ پولیس لاینز د پاکولو عملیات، د مرګ ژوبلې وروستۍ شمېره او د بریدګرو د شمېر په اړه د چارواکو وروستی بیان تعقیبوي.