کوهاټ : د کوهاټ پر زاړه پولیس لاینز ،د سپتمبر په ۱۸مه، د جمعې په برید کې د ټرافیک پولیسو ایس پي ،اکبر شینواری، او د ماشومانو متخصص ډاکټر ،اسراییل خان اورکزی، هم وژل شوي دي. چارواکي وايي، په برید کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي چې ۱۵ یې پولیس دي او تر ۸۰ زیات نور ژوبل شوي دي.
اکبر شینواری د خیبر پښتونخوا د پولیسو افسر او په کوهاټ کې د ټرافیک پولیسو ایس پي و.نوموړی د مردان ضلعې د تخت بهايي د کریم اباد هاتیان سیمې اوسېدونکی و. هغه تر دې مخکې په کوز دیر کې د ډي اېس پي په توګه دنده کړې وه او څه موده مخکې ایس پي ته ترقي ورکړل شوې وه.
له ترقۍ وروسته اکبر شینواری په کوهاټ کې د ټرافیک پولیسو ایس پي ټاکل شوی و. د اګست په پای کې د هغه تر څارنې لاندې ټرافیک پولیسو په کوهاټ کې د تورو شیشو، غیرمعیاري نمبر پلیټونو او نورو ټرافیکي سرغړونو پر ضد کارروایي کړې وه.
د اکبر شینواري مشر ورور جاوېد اکبر شینواری هم د پولیسو افسر و. هغه د موټروې پولیسو انسپکټر و او د جولایۍ پر ۱۵مه د موټروې پر سر په یوه ټرافیکي پېښه کې مړ شوی و. د جمعې په برید کې د اکبر شینواري ترڅنګ د پولیسو یو شمېر نور افسران او اهلکار هم وژل شوي دي.
په وژل شویو کې ډاکټر اسراییل خان اورکزی هم شامل دی. ډاکټر اسراییل د ماشومانو متخصص و او په کوهاټ کې یې د ماشومانو د درملنې په برخه کې کار کاوه. د روغتون د چارواکو د معلوماتو له مخې، نوموړی په لیاقت میموریل روغتون کې چیف ډسټرکټ سپېشلسټ و او د ډي اېچ کیو ـ کې ډي اې روغتون د ماشومانو د څانګې مشري یې هم کوله.
د ډاکټر اسراییل د عمر، زده کړو او د طبي دندې د مودې په اړه نور تایید شوي معلومات تر اوسه نه دي خپاره شوي. پولیس وايي، د جمعې د لمانځه پر مهال له بارودو ډک موټر د زاړه پولیس لاینز له دروازې سره وجنګول شو او چاودنه وشوه.
له چاودنې وروسته وسله والو د پولیس لاینز دننه د ننوتلو هڅه وکړه او له پولیسو سره یې نښته وشوه. تحریک طالبان پاکستان ویلي چې په برید کې لاس نه لري. تر اوسه بلې ډلې د برید ذمه واري نه ده منلې.


شال نیوز