کوهاټ : د کوهاټ په پولیس لاینز کې ،د سپتمبر په ۱۸مه، د جمعې د لمانځه پر مهال د ځانمرګي موټر برید او ورپسې ډزو کې د پولیسو په ګډون لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي او ۱۰۳ نور ژوبل شوي دي.
د کوهاټ د ډي اېچ کیو روغتون میډیکل سپرنټنډنټ ډاکټر طاهر علي شاه وايي، چې په وژل شویو کې ۱۵ پولیس او شپږ ولسي وګړي شامل دي. په وژل شویو ولسي کسانو کې ډاکټر اسراییل خان اورکزی هم شامل دی.
د روغتیا محکمې د لومړني راپور له مخې، تر برید وروسته ۱۰۳ ژوبل کسان روغتونونو ته رسول شوي وو. ډاکټر طاهر علي شاه وايي، ۳۴ ژوبل لا هم تر علاج لاندې دي، د پنځو کسانو عملیات شوي او څلور نور د علاج لپاره پېښور ته لېږل شوي دي.
په برید کې د ټریفک پولیسو اېس پي اکبر شینواری هم وژل شوی دی. د سپېشل برانچ اېس پي هم ژوبل شوی او روغتون ته رسول شوی، خو چارواکي وايي حالت یې له خطره بهر دی.
پولیس وايي، برید د جمعې د لمانځه پر مهال شاوخوا یوه بجه او شل دقیقې وشو. د دوي په وینا، ځانمرګي بریدګر له بارودو ډک موټر د پولیس لاینز د جومات په سیمه کې وچاوه. د چاودنې وروسته یو شمېر وسله وال پولیس لاینز ته ننوتل او له پولیسو سره یې ډزې پېل کړې.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، وسله وال د پولیس لاینز دننه د سپېشل برانچ او د ترهګرۍ ضد محکمې، سي ټي ډي، دفترونو ته هم ننوتل. تر برید وروسته پولیس او د پاکستان پوځ کمانډو ځواکونه سیمې ته ورسېدل او د وسله والو پر ضد یې عملیات پېل کړل.
پولیس وايي، په عملیاتو کې تر دې دمه اووه بریدګر وژل شوي دي، او نښته لا هم دوام لري. د برید له ځایه ژوبل کسان او مړي د کوهاټ ډي اېچ کیو روغتون، اېل اېم اېچ او سي اېم اېچ ته رسول شوي دي.
د پولیسو په وینا، هغه سیمه چې برید پکې شوی، د کوهاټ له مهمو امنیتي سیمو څخه ده. د پولیس لاینز ترڅنګ د کینټ پولیس تاڼه، ټریفک پولیس، سپېشل برانچ، سي ټي ډي، نیشنل بینک، پولیس کلب، هوټلونه او د خلکو کورونه هم موجود دي.
د سختې چاودنې له امله د شاوخوا ودانیو او کورونو ځینې برخې هم زیانمنې شوې دي. په دې پېښه کې د کوهاټ ځايي خبریال سید یاسر شاه هم د خبر د پوښښ پر مهال ژوبل شوی دی.
د وژل شویو پولیسو د جنازې لمونځ هم ادا شوی چې د پولیسو او پاکستان پوځ افسرانو او د وژل شویو کسانو خپلوانو پکې ګډون کړی دی. د برید ذمه واري تر اوسه کومې وسله والې ډلې په رسمي توګه نه ده منلې.
پولیس وايي، عملیات لا روان دي او د مرګ ژوبلې او د بریدګرو د شمېر په اړه معلومات بدلېدلی شي.


صفدر داوړ