کرمه : د کرمې ضلعې په منځنۍ کرمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه ګاډي د سړک غاړې بم چاودنه شوې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې شپږ سرتېري پکې وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
د پولیسو سرچینو او شال نیوز ته رسېدلو امنیتي معلوماتو له مخې، پېښه د سپټمبر پر ۱۷مه د مازیګر شاوخوا پنځه نیمې بجې د پاړه چمکني په ګردې ناله سیمه کې شوې ده.
سرچینې وايي، چاودېدونکي مواد د امنیتي ځواکونو د ګاډي د تېرېدو پر مهال وچاودول شول او ګاډی سخت ویجاړ شوی دی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې نایک عمران، لانس نایک ارشد، لانس نایک ارسلان، سپاهي عطاالله، سپاهي نصیر او سپاهي سمیع الرحمان شامل دي. سپاهي حسن او سپاهي مسعود ژوبل شوي دي. امنیتي معلومات د دواړو ټپیانو حالت عادي ښيي.
د سیمې سرچینې وايي، له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي. امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د برید کوونکو د موندلو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د برید ذمه واري نه ده منلې او د پاکستان پوځ هم د پېښې په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی. شال نیوز د وژل شویو او ژوبلو شویو سرتېرو د نومونو او نورو جزیاتو د خپلواکې تایید هڅه کوي.
منځنۍ کرمه په وروستیو کې د ناامنۍ له یو شمېر پېښو سره مخامخ شوې ده او د ضلعې پر لارو د امنیت خراب وضعیت د ځایي خلکو پر تګ راتګ هم اغېز کړی دی.


علي افضل افضال