کابل (شال نیوز) : د افغانستان پخواني ولسمشر ،حامد کرزي، د کونړ او پکتیکا پر ځینو سیمو د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دا بریدونه د افغانستان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف دي.

 

کرزي له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان په اړه پر خپلو تګلارو بیا کتنه وکړي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب، دوستانه اړیکو او خبرو لاره خپله کړي.

 

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد وايي، د دوشنبې، سپتمبر ۲۱مې په بریدونو کې د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې یوه ښځه او دوه سړي وژل شوي او د دوو ښځو په ګډون څلور کسان ژوبل شوي دي.

 

مجاهد وايي، وژل شوي او ژوبل شوي ټول ملکي وګړي دي. د هغه په وینا، په پکتیکا کې هم یو کور او یو دوکان په نښه شوي، خو هلته مرګ‌ ژوبله نه ده شوې.

 

مجاهد بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې افغانان به ورته «مناسب ځواب» ورکړي. هغه تور لګولی دی چې د پاکستان پوځي مشرتابه د خپل هېواد له امنیتي ستونزو د خلکو د پام اړولو لپاره دا بریدونه کړي دي.

 

پاکستان تر اوسه دې تور ته مشخص ځواب نه دی ویلی.

 

بل لور ته، پاکستاني امنیتي چارواکو اسوشیټېډ پرېس ته ویلي دي چې د دوي الوتکو په ختیځ افغانستان کې د وسله والو پټنځایونه په نښه کړي او ۲۸ وسله وال یې وژلي دي. د دې شمېرې خپلواک تایید نه دی شوی.

 

پاکستان وايي په کونړ او پکتیکا کې یې ۲۸ وسله وال وژلي؛ طالبان وايي ملکي وګړي په نښه شوي
پاکستان وايي په کونړ او پکتیکا کې یې ۲۸ وسله وال وژلي؛ طالبان وايي ملکي وګړي په نښه شوي
مجاهد : پر افغانستان د پاکستان پوځي برید ته به سخت ځواب ورکړو
مجاهد : پر افغانستان د پاکستان پوځي برید ته به سخت ځواب ورکړو
کوهاټ برید : پاکستان طالبانو ته خبرداری ورکړ: «ګواښونه چی هر چېرې وي، له منځه وړلو توان یې لرو»
کوهاټ برید : پاکستان طالبانو ته خبرداری ورکړ: «ګواښونه چی هر چېرې وي، له منځه وړلو توان یې لرو»

 

په همدې حال کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت یو چارواکي سعید خوستي ویلي دي چې په برید کې د امریکا جوړ (جي بي یو ـ ۱۲ پاووې) هدایت کېدونکی بم کارول شوی دی. د هغه د دې خبرې خپلواک تایید نه دی شوی.

 

د پاکستان او طالبانو د حکومت روایتونه یو له بل سره توپیر لري. پاکستاني چارواکي وايي وسله وال یې په نښه کړي، خو طالبان وايي په کونړ کې وژل شوي او ژوبل شوي کسان ملکي وګړي دي.

 

د پاکستان او افغانستان اړیکې له څه مودې راهیسې د تحریک طالبان پاکستان د فعالیت پر سر ترینګلې دي. اسلام‌ اباد وايي د دې ډلې وسله وال د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي، خو د طالبانو حکومت دا تور ردوي.