کرمه (شال نیوز) : پاکستانۍ امنیتي سرچینې وايي، چې د کرمې ضلعي پر پاکستان ـ افغانستان پوله د وسله والو د اوښتو د یوې هڅې له مخنیوي وروسته د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ ډزې شوې دي.
د سرچینو په وینا، وسله والو ،د سپتمبر په ۲۲مه، د افغانستان له لوري کرمې ته د اوښتو هڅه کړې وه، خو پاکستاني ځواکونو یې مخه نیولې ده. پاکستاني چارواکي دغه وسله وال له تحریک طالبان پاکستان سره تړلي بولي، خو د دې خبرې خپلواک تایید نه شته.
پاکستاني امنیتي سرچینې وايي، چې له دې وروسته افغان ځواکونو پر پاکستاني سرحدي پوستو ډزې وکړې. د دوي په وینا، په ډزو کې درنې وسلې او مارټر هم کارول شوي او پاکستاني ځواکونو په ځواب کې د افغانستان پر لوري پر یو شمېر سرحدي پوستو او د مارټر پر ځایونو ډزې کړې دي.
سرچینې وايي، د ډزو په تبادله کې توپخانه هم کارول شوې ده.
پاکستاني سرچینې دعوه کوي چې د دوي له ځوابي ډزو وروسته افغان ځواکونه له یو شمېر پوستو شاته شوي دي. له سرحده خپرې شوې ویډیوګانې د افغانستان پر لوري له ځینو ځایونو لوګي ښيي، خو د دغو ویډیوګانو د ځای، وخت او په نښه شویو ځایونو خپلواک تایید نه دی شوی.
تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
پاکستاني امنیتي سرچینې وايي، چې ځواکونه په سرحدي سیمو کي په تیارسۍ کي دي او وضعیت څاري.
د افغانستان طالبانو تر اوسه د دغې مشخصې نښتې، د وسله والو د اوښتو د ادعا او د پاکستاني ځواکونو د ځوابي ډزو په اړه تفصیلي رسمي دریځ نه دی خپور کړی.


شال نیوز