مزار شریف (شال نیوز) : د افغانستان د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کي د دوو کورنیو ترمنځ هغه دښمني په روغه جوړه ختمه شوې چې د یوې ټریفکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او یو کس پکی وژل شوی و.

 

د بلخ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست وايي چې دا شخړه د افتخار بلخ کلي د دوو اوسېدونکو ترمنځ رامنځته شوې وه. د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د شخړې د ختمولو لپاره د ریاست مشر مولوي سردار محمد محمدي، قومي مشرانو او سپین ږیرو څو ځله هڅې کړې وې.

 

د روغې جوړې لپاره په جوړه شوې جرګه کي دیني عالمانو، قومي مشرانو او سپین ږیرو ګډون کړی و. هغوی له دواړو خواوو وغوښتل چې یو بل ته بښنه وکړي او خپله دښمني ختمه کړي.

 

د چارواکو په وینا، جرګې د دواړو خواوو خبرې واورېدې او له پرېکړې وروسته دواړو لوریو روغه جوړه ومنله. دواړو خواوو ژمنه کړې چې په راتلونکي کي به له یو بل سره دښمني نه کوي او خپلې ستونزې به د خبرو او جرګو له لارې حلوي.

 

چارواکو دا نه دي ویلي چې ټریفکي پېښه کله شوې وه، وژل شوی کس د کومې کورنۍ غړی و او د روغې جوړې په پرېکړه کي د دیت یا تاوان ورکولو کوم شرط شامل و که نه.