کراچۍ (شال نیوز) : د پاکستان د کراچۍ بندر ګمرک د افغان سوداګرو سلګونه کانټینر سوداګریز توکي د لیلام لپاره وړاندې کړي دي.

 

د بي‌ بي‌ سي د د راپور له مخې، د یوه لیلاموونکي شرکت له لوري خپاره شوي انځورونه ښيي چې د افغان سوداګرو اړوند کانټینرونه پرانیستل شوي او په هغو کې شته سوداګریز توکي احتمالي پېرودونکو ته ورپېژندل کېږي.

 

په راپور کې راغلي چې د دغو توکو د لیلام اصلي لامل د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د کانټینرونو اوږدمهاله پاتې کېدل او له امله یې د درنو مالیاتو او نورو لګښتونو زیاتېدل بلل شوي دي.

 

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسوولانو د پاکستان دغه اقدام غندلی او هغه یې د سیمه‌ییزو او نړیوالو سوداګریزو قوانینو خلاف بللی دی.

 

دوی په دې باور دي چې د افغان سوداګرو د مالونو لیلام کول د سوداګرو پر پانګې او سوداګریزو فعالیتونو منفي اغېزې لرلی شي او هغوی له مالي زیانونو سره مخ کولای شي.

 

په ورته وخت کې، لا هم څرګنده نه ده چې د افغان سوداګرو څومره کانټینرونه د کراچۍ په بندر کې پاتې دي او تر اوسه یې څومره توکي لیلام ته وړاندې شوي دي.

 

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې په وروستیو کلونو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوې دي او د سوداګریزو لارو بندېدو او محدودیتونو افغان سوداګرو ته مالي زیانونه اړولي دي.