واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو ویلي، له پاکستان سره د واشنګټن اړیکې په هېڅ ډول له هند سره د امریکا د اړیکو په ټکر کې نه دي او متحده ایالتونه هڅه کوي چې له دواړو هېوادونو سره خپلې اړیکې وساتي او پراخې کړي.

 

روبیو وویل چې امریکا او هند د ترهګرۍ په اړه ګډې اندېښنې لري او دواړه هېوادونه په بېلابېلو وختونو کې د ترهګریزو بریدونو قرباني شوي دي. نوموړي ټینګار کړی چې له پاکستان سره د واشنګټن د اړیکو پیاوړتیا له نوي ډیلي سره د امریکا د اړیکو د کمزوري کولو یا له هند سره د سیالۍ په معنا نه ده.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړې چې واشنګټن له هند او پاکستان سره خپلې اړیکې د جلا دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ ارزوي او له یوه هېواد سره همکاري باید له بل هېواد سره د اړیکو پر وړاندې خنډ ونه ګڼل شي.

 

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې هند او پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د امنیتي او سیاسي اختلافونو ترڅنګ، د ترهګرۍ د موضوع پر سر هم ژور اختلافات لري.

 

هند په وار وار ادعا کړې چې په پاکستان کې یو شمېر ترهګرې ډلې خوندي پټنځایونه لري او د دغه هېواد له خاورې د هند پر وړاندې د بریدونو لپاره کار اخلي.

 

نوي ډیلي همداراز اسلام‌اباد د ترهګرو ډلو په ملاتړ او روزنه تورن کړی، خو پاکستان دغه تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې خپله هم د ترهګرۍ قرباني دی.

 

ټرمپ : د پاکستان او هند په جګړه کې ۱۱ الوتکې غورځول شوې وې، اته جګړې مې ختمې کړې دي
ټرمپ : د پاکستان او هند په جګړه کې ۱۱ الوتکې غورځول شوې وې، اته جګړې مې ختمې کړې دي

 

د هند او پاکستان ترمنځ د ترهګرۍ، کشمیر او سرحدي امنیت په ګډون بېلابېلې لانجې د دواړو اټومي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا مهم لاملونه بلل کېږي.

 

په ورته مهال، امریکا هڅه کوي چې له هند سره خپلې ستراتیژیکې او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي او له پاکستان سره هم د امنیتي او سیمه‌ییزو مسایلو په برخه کې همکارۍ ته دوام ورکړي.

 

شنونکي په دې باور دي چې د سویلي اسیا په سیمه کې د هند او پاکستان ترمنځ دوامدار اختلافات د امریکا لپاره د اړیکو د انډول ساتلو په برخه کې یوه مهمه ډیپلوماتیکه ننګونه ده.