واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې د پاکستان او هند ترمنځ د تېر کال په جګړه کي ۱۱ جنګي الوتکې غورځول شوې وې او ده د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه بنده کړې وه.

 

ټرمپ د جمعې په ورځ د اکتوبر په ۲۳مه د امریکا د فلوریډا ایالت په فورټ مایرز ښار کي یوې غونډې ته وویل چې پاکستان او هند دواړه اټومي وسلې لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه یې د تجارتي بندیزونو په خبرداري بنده کړې وه.

 

نوموړي وویل چې دواړو هېوادونو ته یې ویلي وو، که جګړه ونه دروي، امریکا به پرې ۲۵۰ فیصده تجارتي ټیکس ولګوي او له امریکا سره به تجارت نه شي کولای. د ټرمپ په وینا، د پاکستان او هند مشرانو د ده پر دې خبرداري سخت غبرګون ښودلی و، خو وروسته یې ډزې بندې کړې او جګړه پای ته ورسېده.

 

هغه وویل: «۱۱ الوتکې غورځول شوې وې. ما دا ټولې جګړې بندې کړې او دا زما لپاره د ویاړ خبره ده.»

 

ټرمپ دا نه ده روښانه کړې چې په دغو ۱۱ الوتکو کي د پاکستان او هند څومره الوتکې شاملې وې. د نوموړي دغه شمېر په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی. د امریکا صدر په خپله وینا کي دا دعوه هم وکړه چې د نړۍ اته جګړې یې ختمې کړې دي.

 

هغه وویل چې د دغو جګړو د بندولو لپاره یې د ملګرو ملتونو هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې او په دې لړ کي یې دغې ادارې ته یو ټیلیفون هم نه دی کړی. ټرمپ د امن د نوبل انعام یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د اتو جګړو له ختمولو سره سره ورته دغه انعام نه دی ورکړل شوی.

 

د پاکستان او هند ترمنځ د ۲۰۲۵ کال د مې په اوومه جګړه پیل شوې وه چې د مې تر لسمې یې دوام وکړ. د دواړو اټومي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ له څلورو ورځو جګړې وروسته ډزبندي وشوه. پاکستان د جګړې په بندولو کي د ټرمپ د رول ستاینه کړې، خو هند د امریکا د منځګړتوب خبره رد کړې ده.

 

د هند حکومت وايي چې ډزبندي د پاکستان او هند د پوځي چارواکو ترمنځ د نېغو خبرو په نتیجه کي شوې وه او کوم درېیم هېواد پکی منځګړی نه و. ټرمپ له دغې جګړې وروسته څو ځله ویلي چې د امریکا د تجارتي بندیزونو خبرداري دواړه هېوادونه ډزبندۍ ته مجبور کړي وو.

 

د امریکا صدر تر دې وړاندې هم د ۱۱ الوتکو د غورځېدو خبره کړې، خو د دغو الوتکو د شمېر او د جګړې په بندولو کي د هغه د رول په اړه د پاکستان او هند دریځونه یو شان نه دي.