لکي مروت (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په لکي مروت ضلعه کي پولیسو د نشه يي موادو د قاچاق په تور دوه کسان ګرفتار کړي او د هغوی له موټر نه یې له ۱۰ کلوګرامو زیات چرس ترلاسه کړي دي.
د پولیسو په وینا، ډي پي او سجاد احمد صاحبزاده ته اطلاع ترلاسه شوې وه چې د پېښور له خوا په یوه موټر کي په لوی مقدار چرس وړل کېږي. له دې اطلاع وروسته پولیسو د ضلعې په بېلابېلو ځایونو کي ناکې ولګولې او د موټرو تلاشي یې سخته کړه.
د پولیسو په وینا، د ون فایو پولیس چوکې انچارج کفایت الله خان له خپلو ملګرو سره د تلاشۍ پر مهال یو مشکوک موټر ودرولو. د موټر د تلاشۍ پر مهال یې په پټو خانو کي له ۱۰ کلوګرامو زیات چرس وموندل.
پولیس وايي، ګرفتار شوي کسان عطاءالرحمان د ستار خان زوی او محمد شعیب د جهانګیر احمد زوی دي، چې دواړه د ټانک ضلعې اوسېدونکي دي. د دواړو پر ضد مقدمه درج شوې او پولیسو نورې پلټنې پیل کړې دي.
د لکي مروت ډي پي او سجاد احمد صاحبزاده د دې کارروایۍ ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د نشه يي موادو د قاچاق او خرڅلاو پر ضد به د پولیسو کارروایۍ روانې وي. د ګرفتار شویو کسانو دریځ لا نه دی ترلاسه شوی.


غلام اکبر مروت