کابل (شال نیوز) : په داسې حال کې چې طالبانو په کابل کې څو ورځې مخکې له لسګونو کابل مېشتو فعالو خصوصي روغتونونو څخه يوازې دوه معیاري اعلان کړل، خو اوس دوی وايي، موخه یې دا ده چې آن د بهرنيو هېوادونو ناروغان هم د درملنې لپاره افغانستان ته راشي.
د طالبانو عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو د برخې مرستیال، عبدالولي حقاني کابل کې د روغتیا دویم ملي او نړیوال نندارتون کې خبریالانو ته وویل: “د وزارت موخه دا ده چې خلکو ته خوندي او با کیفیته روغتیایي خدمتونه وړاندې او د نورو هېوادونو ناروغان هم د درملنې لپاره افغانستان ته راشي.”
حقاني وايي، د خصوصي روغتونونو اعتبار ورکولو څخه یې موخه دا وه چې یاد روغتونونه نړیوال معیارونه پوره کړي.
خو طالبانو د عامې روغتیا وزارت د تېرې سېشنبه ورځ ویلي وو، په کابل کې د ۱۱۵ ارزول شویو خصوصي روغتونونو له ډلې یوازې دوه روغتونونه د دغه وزارت د معیارونو له مخې په لومړۍ درجه (اې) کې راغلي دي او معیاري پېژندل شوي؛ خو پاتې ۶۵ روغتونونه نامعیاري اعلان شوي دي.
د یاد وزارت د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ برخې مسوولانو په وینا، په کابل کې د ۱۳۵ خصوصي روغتونونو له ډلې ۱۱۵ یې ارزول شوي دي.
د نوموړي په خبره، له ارزول شویو روغتونونو دوه په لومړۍ درجه (اې)، نهه په دویمه درجه (بي) او ۳۹ نور په درېیمه درجه (سي) کې راغلي دي. د نوموړي په وینا، له دې ډلې ۶۵ روغتونونه د درجهبندۍ په بهیر کې د ټاکل شوې درجې په ترلاسه کولو نهدي بریالي شوي او نامعیاري اعلان شوي دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، دغه ارزونه د روغتونونو د وضعیت معلومولو او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښهوالي په موخه شوې ده. دغه پایلې په افغانستان کې د ناوړه روغتیایي وضعیت په اړه اندېښنې پاروي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې په لومړي ځل د معیاري او نامعیاري خصوصي روغتونونو دغه نوملړ خپور شوی دی. د دغه وزارت په وینا، یاد روغتونونه د روغتیايي خدمتونو د کیفیت له مخې درجهبندي شوي او دا به د روغتیايي خدمتونو د بیو په ټاکلو او د هغو په ښهوالي کې هم رول ولري.


شال نیوز