لاهور (شال نیوز) : د لاهور سېشن عدالت د واټس اېپ په یوه ګروپ کي د مذهبي موادو د خپرولو په قضیه کي دوو احمدیانو ته د اوو او درېیو کلونو د بند سزا اورولې ده.

 

اېډیشنل ډسټرکټ اېنډ سېشن جج نصرت علي صدیقي ملک د حافظ اباد یوه اوسېدونکي ته د پاکستان د انټرنېټي جرمونو د مخنیوي قانون او د پاکستان پینل کوډ د بېلابېلو مادو لاندې سزاوې اورولې دي، چې تر ټولو اوږده یې اووه کاله بند دی.

 

په همدې قضیه کي د لاهور یوه بل اوسېدونکي ته د درېیو کلونو د بند ترڅنګ د ۵۰ زره روپیو جرمانې سزا هم اورول شوې ده.

 

دا قضیه په ۲۰۱۹ کال کي د وفاقي تحقیقاتي ادارې، ایف آی اې، له خوا درج شوې وه. پر دواړو کسانو تور و چې د واټس اېپ په یوه ګروپ کي یې داسې مذهبي مواد خپاره کړي وو چې د استغاثې په وینا، مذهبي کرکه یې راپاروله.

 

عدالت دواړه کسان د قرآن شریف د سپکاوي له یوه جلا تور څخه بري کړي دي. د عدالت په فیصله کي ویل شوي چې استغاثې د دغه تور د ثابتولو لپاره کافي شواهد نه وو وړاندې کړي.

 

په پاکستان کي احمدیان د ۱۹۷۴ کال د آئيني ترمیم له مخې غیرمسلمانان ګرځول شوي دي. د پاکستان د پینل کوډ د ۲۹۸-B او ۲۹۸-C مادو لاندې د احمدیانو پر ځینو مذهبي اصطلاحاتو، تبلیغ او د خپل مذهب پر څرګندولو قانوني بندیزونه لګېدلي دي.

 

د بشري حقونو سازمانونو له اوږدې مودې راهیسې پر دغو قوانینو نیوکې کړې او ویلي یې دي چې دا د احمدیانو مذهبي ازادي محدودوي. خو د پاکستان چارواکي دغه قوانین د هېواد د آئيني او قانوني نظام برخه بولي.

 

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د سزا اورول شوو کسانو وکیلانو د سېشن عدالت د فیصلې خلاف لوړې عدالت ته د اپیل کولو پرېکړه کړې ده او که نه.