واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما له ایران سره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر جګړې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې ایران اټومي وسلې نه لرلې، خو ټرمپ د دغه هېواد اټومي پروګرام د جګړې د پیلولو دلیل وګرځاوه.

 

اوباما د اکتوبر په ۲۴مه د امریکا د اوهایو ایالت په کلیولینډ ښار کې د ډیموکراټ ګوند یوې انتخاباتي غونډې ته وویل چې ټرمپ داسې یوه غیر ضروري جګړه پیل کړې چې نه یې چا غوښتنه کړې وه او نه یې چا ورته رایه ورکړې وه.

 

نوموړي وویل چې د جګړې د پیلولو لپاره دا دلیل وړاندې شوی و چې ایران باید له خپل اټومي پروګرام او اټومي وسلو لاس واخلي، خو د هغه په وینا، ایران اټومي وسلې نه لرلې.

 

اوباما د خپلې ولسمشرۍ پر مهال له ایران سره د شوې اټومي موافقې دفاع وکړه او ویې ویل چې د خبرو اترو له لارې یې د ایران د اټومي وسلو د جوړولو مخه نیولې وه.

 

هغه وویل: «ما د دې کار لپاره یو توغندی هم نه و ویشتلی، بلکې د خبرو اترو له لارې مې دا مسئله حل کړې وه.»

 

اوباما د ۲۰۱۵ کال هغې موافقې ته اشاره کوله چې د امریکا، ایران او پنځو نورو نړیوالو قدرتونو ترمنځ شوې وه. د موافقې له مخې، ایران د خپل اټومي پروګرام د محدودولو په بدل کې د اقتصادي بندیزونو له نرمېدو برخمن شوی و.

 

خو ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ پر مهال امریکا له دې موافقې وایستله. هغه مهال ټرمپ ویلي وو چې دغه موافقه د ایران د اټومي وسلو د جوړولو د مخنیوي لپاره کافي نه وه.

 

اوباما په خپله وینا کې وویل چې له ایران سره جګړې امریکايي پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې، د امریکا پوځي اډې او متحدین تر بریدونو لاندې راغلي او د دغه هېواد د توغندیو زېرمې کمې شوې دي.

 

نوموړي وویل چې جګړې د تېلو او ډیزلو بیې هم لوړې کړې او د امریکا پر عامو خلکو یې اقتصادي بوج زیات کړی دی. هغه پوښتنه وکړه چې له څو میاشتو جګړې او د بریا له پرله پسې اعلانونو وروسته اوس په ایران کې څه ترلاسه شوي دي.

 

ټرمپ : پر ایران بیا حمله هم کېدی شي او لوي تړون هم ورسره کېدی شي
ټرمپ : پر ایران بیا حمله هم کېدی شي او لوي تړون هم ورسره کېدی شي
ایران خبرداری ورکړی، که امریکا او اسرائیل پرې بیا حملې وکړي، د خلیج هېوادونو ملکي تاسیسات به هم په نخښه کړي
ایران خبرداری ورکړی، که امریکا او اسرائیل پرې بیا حملې وکړي، د خلیج هېوادونو ملکي تاسیسات به هم په نخښه کړي
پاکستان او اوو نورو هېوادونو د منځني ختیز د جګړو د ختمولو غوښتنه کړې
پاکستان او اوو نورو هېوادونو د منځني ختیز د جګړو د ختمولو غوښتنه کړې

 

امریکا او اسرائیل د روان کال د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران پوځي بریدونه پیل کړي وو. ټرمپ ویلي چې د دغو بریدونو یو مهم هدف د ایران د اټومي وسلو د جوړولو مخنیوی دی.

 

د ایران د اټومي پروګرام په اړه له کلونو راهیسې د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو اندېښنې موجودې دي، خو د اټومي موادو غني کول او د اټومي وسلو لرل دوه بېلې مسئلې دي.

 

د اوباما دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې په امریکا کې د نومبر د درېیمې نېټې د کانګرس منځمهاله انتخاباتو ته تیاری روان دی. اوباما د ډیموکراټ ګوند د امیدوارانو د ملاتړ لپاره په انتخاباتي غونډو کې ګډون کوي او د ټرمپ پر کورنیو او بهرنیو تګلارو نیوکې کوي.