تهران (شال نیوز) : ایران خبرداری ورکړی چې که امریکا او اسرائیل پرې بیا هوایي حملې وکړي، نو د ځوابي کارروایۍ په ترڅ کي به د خلیج په ګاونډیو هېوادونو کي هوایي ډګرونه، د تېلو او ګازو پایپ لاینونه او نور ملکي تاسیسات هم په نخښه کړي.
وال سټریټ ژورنال د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۲۳مه، په خپل راپور کي ویلي چې تهران دا خبرداری په ښکاره څرګندونو او د سفارتي رابطو له لارې ورکړی دی. د راپور له مخې، ایران غواړي امریکا او اسرائیل له نویو حملو راوګرځوي، خو ورسره یې د جګړې د پراخولو خبرداری هم ورکړی دی.
د ایران د پارلمان د قومي سلامتیا او خارجه چارو د کمېټۍ مشر ابراهیم عزیزي ویلي، که امریکا یو ځل بیا د ایران د سلامتیا او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف پوځي ګام پورته کړي، نو ټوله سیمه به له داسې زیانونو سره مخ شي چې جبران به یې ګران وي.
نوموړي ویلي چې ایران د خپلې دفاع لپاره تیار دی او امریکا باید د تېرو حملو په اړه بیا غلطه پرېکړه ونه کړي. د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، ایران لا هم د میزایلو او بې پیلوټه الوتکو د کارولو توان لري او که جګړه بیا پیل شي، نو حملې یې یوازې د امریکا تر پوځي اډو او جنګي بېړیو محدودې نه پاتې کېږي.
د ایران د قومي سلامتیا د عالي شورا سېکرټري محسن رضایي هم خبرداری ورکړی چې په ممکنه نوې جګړه کي د متحده عربي اماراتو په ګډون د خلیج د هېوادونو د تېلو تاسیسات، د انټرنېټ کیبلونه او د معلوماتو مرکزونه په نخښه کېدای شي.
بلخوا د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا ایران ته د پوځي حملو خبرداری ورکړی دی. ټرمپ ویلي چې ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي. نوموړي د اکتوبر په ۱۹مه هم ویلي وو چې که تهران خپل دریځ بدل نه کړي، امریکا به یې خلاف نور ګامونه پورته کړي.
خو ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو چې د نومبر د درېیمې نېټې د کانګرېس له انتخاباتو مخکې به پر ایران نوې حمله نه کوي. په همدې حال کي فایننشل ټایمز راپور ورکړی چې د اسرائیل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د ایران خلاف د نویو پراخو حملو لپاره د تیاریو هدایت ورکړی و، خو د امریکا د مخالفت له امله د اکتوبر د لسمې نېټې پلان عملي نه شو.
د ایران او امریکا ترمنځ د تازه کشمکش له امله د خلیج په هېوادونو کي د جګړې د پراخېدو اندېښنې زیاتې شوې دي. د خلیج هېوادونه د نړۍ د تېلو او ګازو د تجارت مهم مرکزونه دي. که د دغو هېوادونو هوایي ډګرونه، د تېلو تاسیسات او د ګازو پایپ لاینونه په نخښه شي، نو د نړیوال تجارت، هوایي سفرونو او د تېلو د رسولو چارې نورې هم اغېزمنېدای شي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، په سیمه کي د وروستیو حملو او پوځي کشمکش له امله لا له وړاندې د هوایي سفرونو او د تېلو د تجارت په چارو کي ستونزې پیدا شوې دي. د نړیوالو جنګي قوانینو له مخې، په قصدي توګه د ملکي خلکو او هغو ملکي تاسیساتو په نخښه کول چې پوځي هدف نه وي، منع دي. دا قانون د جګړې په ټولو ښکېلو خواوو یو شان عملي کېږي.
تر اوسه د ایران د دغو تازه خبرداریو په تړاو د کومې نوې ځوابي حملې پخلی نه دی شوی، خو د تهران او واشنګټن وروستۍ څرګندونې ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي کشمکش لا هم روان دی.


شال نیوز