د ایران جګړې یو اندېښمنوونکی حقیقت څرګند کړی دی: د لوېدیځې اسیا امنیت د تل لپاره د بهرنیو طاقتونو په پوځي زور نه شي ساتل کېدای. امریکا لا هم په سیمه کي تر ټولو پیاوړی بهرنی پوځي طاقت دی، خو جګړې دا هم څرګنده کړې چې هغه امنیتي انتظام خپلې کمزورۍ لري چې تر ډېره د یوه بهرني هېواد پر پوځي ملاتړ ولاړ وي.

 

اوس اساسي پوښتنه دا ده چې آیا د سیمې هېوادونه داسې ګډ انتظام جوړولای شي چې پر بهرنیو پوځي مداخلو یې تکیه کمه شي، د سمندري تجارت لارې پرانیستې وساتل شي او راتلونکې جګړې د سیمې مهمې سمندري لارې بندې نه کړي؟

 

د دې هدف لپاره یو شمېر عملي ګامونو ته اړتیا ده. لومړی، د سمندري لارو امنیت باید د ټولو ګډه ګټه وګڼل شي. د هرمز تنګی یوازې د ایران نه دی او نه یې امنیت یوازې د سعودي عرب، متحده عربي اماراتو یا امریکا مسئله ده. همدارنګه باب‌المندب یوازې د یمن او سویز کانال یوازې د مصر مسئله نه ده.

 

د دغو لارو اهمیت له ملي سرحدونو ډېر پراخ دی. که له دې لارو یوه هم بنده شي، اغېز یې پر هغو ټولو هېوادونو پرېوځي چې خپل مالونه او تېل پرې لېږي یا له نورو هېوادونو څخه سامانونه راوړي. همدا ګډه اقتصادي ګټه د سیمه‌ییزې همکارۍ بنیاد جوړولای شي.

 

دویم، د سیمې هېوادونه باید د سمندري امنیت په اړه خبرې پیل کړي. په لومړي سر کي اړتیا نشته چې د لوېدیځې اسیا ټولې سیاسي شخړې په یوه وار هوارې شي. خبرې باید له یوې محدودې او عملي مسئلې پیل شي: د مهمو سمندري لارو د بندېدو او د تجارت د ګډوډېدو مخنیوی.

 

ایران، سعودي عرب، عمان، متحده عربي امارات، قطر، بحرین، کوېټ، عراق او یمن باید بالاخره په دغو خبرو کي برخه ولري. مصر او هغه نور هېوادونه هم باید شامل وي چې تجارت یې له سره سمندر او سویز کانال سره تړلی دی. امریکا، اروپايي هېوادونه او چین هم مرسته کولای شي، خو د امنیت ټول واک باید یوازې د دوی په لاس کي نه وي.

 

درېیم، د اسلام‌اباد تفاهم لیک د خبرو لپاره یو ګټور پیل کېدای شي. د اسلام‌اباد تفاهم لیک هڅه کړې وه چې د وروستۍ سیاسي موافقې تر ترلاسه کېدو وړاندې د خبرو یوه لاره جوړه کړي. په دې طریقه کي پوځي عملیات، اقتصادي بندیزونه، اټومي مسئله او د هرمز تنګي امنیت جلا جلا موضوعات ګڼل شوي وو، څو د ټولو شخړو هواری په یوه وخت کي شرط نه وي.

 

د سیمې د سفارتي هڅو یوه لویه کمزوري دا ده چې کله ناکله د هرې مسئلې د یوځای حل کولو هڅه کېږي، خو د روان بحران د کنټرول لپاره عملي انتظام نه جوړېږي. غوره لاره دا کېدای شي چې لومړی سمندري لارې پرانیستې وساتل شي، بیا د اړوندو هېوادونو ترمنځ د اړیکو انتظام جوړ شي، ورپسې د سمندري پېښو د مخنیوي لپاره اصول وټاکل شي او وروسته د لویو سیاسي اختلافاتو په اړه خبرې وشي.

 

څلورم، د سمندري پېښو د مخنیوي لپاره باید مستقل انتظام جوړ شي. د فارس خلیج او سره سمندر هېوادونه داسې انتظام ته اړتیا لري چې د پوځي پېښو د پراخېدو مخه ونیسي. د بېلابېلو هېوادونو د سمندري ځواکونو قوماندانان باید د مستقیمو اړیکو لارې ولري. د تجارتي بېړیو مسئولین باید د بېړنیو حالاتو لپاره مشخصې اړیکې ولري او د خطر د خبرولو اصول باید وټاکل شي.

 

همدارنګه د پوځي مشقونو، میزایلي ازموینو او د جنګي بېړیو د حرکتونو په اړه باید له وړاندې معلومات شریک شي. هدف یې ساده دی: یوه کوچنۍ پوځي پېښه باید په لویه جګړه بدله نه شي.

 

پنځم، ټولې خواوې باید د پوځي اقداماتو په محدودولو کي یو بل ته ورته ژمنې وکړي. د سمندري تجارت ازادي او بې‌حده پوځي کشمکش د اوږدې مودې لپاره یوځای نه شي پاتې کېدای. د سیمې هېوادونه داسې موافقه کولای شي چې له مخې یې تجارتي بېړۍ له بریدونو خوندي وي او پوځي ځواکونه له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې تجارتي سمندري لارې د جګړې په میدان بدلوي.

 

دا ډول موافقې به ټول سیاسي اختلافات ختم نه کړي، خو د سیاسي شخړو او نړیوال تجارت ترمنځ به یو حفاظتي حد جوړ کړي.

 

شپږم، ایران باید د سیمه‌ییز امنیت په خبرو کي شامل وي. له ایران پرته د امنیتي موافقې جوړول ښايي د ځینو هېوادونو لپاره اسانه ښکاره شي، خو داسې موافقه به د اوږدې مودې لپاره مضبوطه نه وي.

همدا خبره د یمن په اړه هم صدق کوي.

 

که د باب‌المندب د امنیت لپاره جدي هڅه کېږي، نو د یمن سیاسي حالات او د حوثیانو هغه توان هم باید په پام کي ونیول شي چې د سمندري تجارت پر امنیت اغېز کولای شي.

 

اووم، عربي هېوادونه دې له بېلابېلو طاقتونو سره امنیتي اړیکې وساتي، خو سیمه‌ییزې خبرې دې نه پرېږدي. سعودي عرب له بېلابېلو نړیوالو طاقتونو سره خپلې اړیکې پراخوي. ترکیه او پاکستان هم په سیمه‌ییزو چارو کي د زیات رول لوبولو توان ترلاسه کړی دی. اسرائیل له ځینو عربي هېوادونو سره امنیتي اړیکې جوړې کړې دي او امریکا لا هم په سیمه کي مهم پوځي امکانات لري.

 

دا ډول اړیکې د هېوادونو د خپلو امنیتي اړتیاوو له مخې د پوهېدو وړ دي، خو له بېلابېلو هېوادونو سره دوه اړخیزې دفاعي موافقې په خپله یو ګډ سیمه‌ییز امنیتي انتظام نه جوړوي. که ورسره خبرې او همکاري نه وي، نو همدغه سیالې دفاعي اړیکې نورې بې‌باورۍ هم پیدا کولای شي.

 

اتم، منځګړتوب باید مستقل انتظام ولري. د پاکستان، عمان او قطر تجربې څرګندوي چې هغه هېوادونه مهم رول لوبولای شي چې له مخالفو خواوو سره د خبرو اړیکې ساتلی شي. د دوی اهمیت په دې کي دی چې له هغو خواوو سره هم خبرې کولای شي چې له یو بل سره مستقیمې خبرې نه کوي.

 

د دې لپاره یوه مستقل سیمه‌ییزه رابطه ډله جوړېدای شي چې غړي یې د شخړې مهمو خواوو ته د منلو وړ وي. پاکستان د خپل جغرافیایي موقعیت، سیاسي اړیکو او له خلیجي او نورو مسلمانو هېوادونو سره د تجربې له مخې په داسې انتظام کي ګټور رول لوبولای شي.

 

عمان د خاموشې سفارتکارۍ اوږده تجربه لري او قطر د منځګړتوب په برخه کي خپل رول ثابت کړی دی. ترکیه هم له لوېدیځو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره د خپلو اړیکو له لارې مرسته کولای شي.

 

نهم، سیمه‌ییز امنیت باید د سیاسي اتحادونو شرط نه وي. د نوي امنیتي انتظام لپاره دا ضروري نه ده چې ټول هېوادونه یو ډول خارجه پالیسي ولري. ایران اړ نه دی چې د سعودي عرب اتحادي شي. سعودي عرب اړ نه دی چې له امریکا سره خپلې اړیکې ختمې کړي. متحده عربي امارات اړ نه دي چې له اسرائیل سره اړیکې پرې کړي.

 

پاکستان هم اړ نه دی چې د خپلو پخوانیو ملګرو ترمنځ یو انتخاب وکړي او ترکیه هم اړ نه ده چې خپلې ستراتیژیکې ګټې پرېږدي. هدف باید محدود او عملي وي: هېوادونه دې په هغو مسئلو کي ګډ اصول ومني چې د ټولو ګټې ورسره تړلې دي.

 

لسم، د تجارت بدیلې لارې باید جوړې شي، خو د سفارتکارۍ ځای دې نه نیسي. هغه د تېلو پایپ لاینونه چې له هرمز تنګي پرته نورې لارې کاروي، بدیل بندرونه، د رېل پټلۍ لارې او د انرژۍ د لېږد نوي انتظامونه د تجارت خطرونه کمولای شي. خو دا لارې باید د سیاسي موافقې بدیل ونه ګڼل شي.

 

که د هرې جګړې په نتیجه کي هېوادونه د یوې مهمې سمندري لارې د پرېښودو او د بلې لارې د جوړولو هڅه کوي، نو نړیوال تجارت به ورو ورو په بېلابېلو برخو ووېشل شي او لګښتونه به یې نور هم زیات شي.

 

یوولسم، د سیمې د امنیت مسئولیت باید د سیمې هېوادونه په خپله واخلي. د تېرو څو لسیزو راهیسې د لوېدیځې اسیا امنیت تر ډېره د بهرنیو طاقتونو پر پوځي ضمانتونو ولاړ پاتې شوی دی. په سیمه کي د وسلو او پوځي ځواک لویه مجموعه موجوده ده، خو هغه سیاسي اختلافات لا هم نه دي هوار شوي چې وخت په وخت د جګړو سبب ګرځي.

 

د ایران روانې جګړې همدغه تضاد څرګند کړی دی. د سیمې ستونزه د وسلو کموالی نه دی، بلکې د داسې مستقلو ادارو او انتظامونو نشتوالی دی چې د دغو وسلو د یو بل پر ضد د کارېدو مخه ونیسي.

 

په پای کي، لوېدیځه اسیا یوې نوې موافقې ته اړتیا لري. د دې موافقې بنیاد باید دا وي چې هېڅ هېواد د سیمې مهمې سمندري لارې د نړیوالې ټولنې پر ضد د فشار د وسیلې په توګه ونه کاروي، خو هېڅ بهرنی طاقت هم دا حق ونه ګڼي چې یوازې د پوځي زور له لارې د دغو لارو سیاسي راتلونکی وټاکي.

 

د دې لپاره به ټولې خواوې ځینې امتیازات پرېږدي. ایران باید ومني چې نړیوال تجارت د سیاسي اختلافاتو یرغمل نه شي پاتې کېدای. خلیجي هېوادونه باید ومني چې مستقل امنیت یوازې د بهرنیو طاقتونو په پوځي ضمانتونو نه شي جوړېدای. امریکا باید دا حقیقت ومني چې د سیمې د هېوادونو له خوا د خپل امنیت مسئولیت اخیستل د مستقل بهرني پوځي کنټرول په پرتله غوره لاره ده.

 

اسرائیل باید پوه شي چې پوځي برلاسی د خپلو ګاونډیانو او د پراخې مسلمانې نړۍ سره د سیاسي جوړجاړي ځای د تل لپاره نه شي نیولای. عربي هېوادونه، ایران، ترکیه، پاکستان او نور سیمه‌ییز طاقتونه هم باید ومني چې د دوی امنیت ورځ تر بلې له یو بل سره زیات تړل کېږي.

 

که داسې ونه شي، نو هر نوی بحران به د هرمز تنګي، باب‌المندب یا سویز کانال د بندېدو خطر پیدا کوي او هر سمندري بحران به نړیوال اقتصاد له ستونزو سره مخ کوي. له همدې امله د لوېدیځې اسیا مخې ته انتخاب یوازې د جګړې او سولې ترمنځ نه دی.

 

اصلي انتخاب دا دی چې آیا د سیمې هېوادونه به د هرې جګړې له پیل وروسته د بحران د کنټرول هڅې کوي، او که به داسې مستقل ادارې او ګډ اصول جوړوي چې د جګړو مخه له وړاندې ونیسي او هغه مهمې سمندري لارې خوندي وساتي چې د سیمې او د نړۍ د لویې برخې اقتصاد ورسره تړلی دی.

 

پای : دویمه او وروستۍ برخه