سنګاپور (شال نیوز) : د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دې څرګندونو وروسته چې هېواد به یې د نومبر تر درېیمې پر ایران نوي پوځي بریدونه نه کوي، په نړیوالو بازارونو کي د خامو تېلو بیې راټیټې شوې دي.

 

د رویټرز د راپور له مخې، د برېنټ خامو تېلو بیه د یوه بېرل پر سر یو ډالر او ۳۷ سېنټه راټیټه شوې او ۱۰۲ ډالرو او ۹۱ سېنټو ته رسېدلې ده. همداراز د امریکا د خامو تېلو بیه هم راټیټه شوې او یو بېرل یې په ۹۰ ډالرو او ۴۰ سېنټو خرڅېږي.

 

د تېلو په نړیوال بازار کي دا بدلون په داسې وخت کي راغلی چې د امریکا او ایران ترمنځ د اختلافاتو د هواري لپاره د خبرو هڅې روانې دي، خو دواړه هېوادونه تر اوسه کومې وروستۍ موافقې ته نه دي رسېدلي.

 

د منځني ختیځ جګړې په وروستیو میاشتو کي د تېلو پر نړیوال تجارت او بیو اغېز کړی دی. په ځانګړي ډول د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد په اړه اندېښنو په نړیوال بازار کي د بیو د لوړېدو سبب شوی دی.

 

د تېلو د بازار څارونکي وايي، د امریکا او ایران ترمنځ د پوځي تاوتریخوالي کمېدل د تېلو د بیو د راټیټېدو یو مهم سبب کېدای شي، خو که خبرې ناکامې شي او جګړه بیا زور واخلي، بیې بېرته لوړېدای شي.

 

د تېلو د نړیوالو بیو راټیټېدل د پاکستان په څېر هغو هېوادونو لپاره هم اهمیت لري چې د خپلې اړتیا ډېره برخه خام تېل او نور نفتي مواد له بهرنیو هېوادونو راوړي.

 

خو په نړیوال بازار کي د خامو تېلو د بیو کمېدل په پاکستان کي د پټرولو او ډیزلو د بیو د سمدستي راټیټېدو معنا نه لري، ځکه د دغو موادو کورنۍ بیې د ډالر له نرخ، ټېکسونو او د حکومت له پرېکړو سره هم تړلې دي.