ترکمنستان (شال نیوز) : د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ترکمنستان په اووازه ښار کي د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره لیدلي او ویلي یې دي چې مسکو د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د ختمولو لپاره هر ډول ممکنې مرستې ته تیار دی.
د اکتوبر پر اتمه د دواړو مشرانو په لیدنه کي د منځني ختیځ پر جګړه، د ایران او روسیې پر اړیکو او د اقتصادي همکاریو پر زیاتولو خبرې شوې دي. پوتین د لیدنې پر مهال ویلي چې ایران د جګړې د ختمولو لپاره جدي هڅې کوي او د شخړې د سولهییز حل یوه نوې طرحه یې هم وړاندې کړې ده.
هغه ویلي: «موږ تیار یو چې د دې وضعیت د هواري لپاره په خپل وس کي هر څه وکړو.»
د روسیې ولسمشر دا دریځ هم څرګند کړی چې ایران د روانې جګړې د پیل مسئول نه دی. بلخوا د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې له روسیې سره یې اړیکې په بېلابېلو برخو کي مخ په زیاتېدو دي او دواړه هېوادونه د اقتصادي او تجارتي همکاریو د پراخولو سیاسي اراده لري.
د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا په حواله، دواړو مشرانو د توانایۍ، کرنې، ټرانسپورټ او تجارت په برخو کي د ګډو منصوبو د کار چټکولو په اړه هم خبرې کړې دي. پوتین له پزشکیان غوښتي چې د ایران مشر مجتبی خامنهيي ته یې سلامونه او نېکې هیلې ورسوي.
د روسیې او ایران د ولسمشرانو دا لیدنه د ترکمنستان په اووازه سیمه کي د خپلواکو مشترکو هېوادونو د مشرانو د غونډې په درشل کي شوې ده. دواړه مشران د کسپین سمندرګي د چاپېریال په اړه په غونډه کي هم ګډون کوي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغو غونډو مقصد د سیمهییزو همکاریو پراخول او د کسپین سمندرګي د چاپېریال ساتنې په اړه خبرې کول دي. دا لیدنه په داسې وخت کي شوې چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د ختمولو خبرې لا کومې نتیجې ته نه دي رسېدلې.
د پوتین له خوا د مرستې د اعلان باوجود، تر اوسه د روسیې د منځګړتوب کوم مشخص پلان یا د جګړې د ختمولو نوی تړون نه دی اعلان شوی.


شال نیوز