کابل (شال نیوز) : د طالبانو پخواني چارواکي عبدالحمید خراساني د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار منافق، بې‌ وجدانه او جنایتکار بللی او ویلي یې دي چې نوموړی باید اعدام شوی وای، څو نورو ته د عبرت درس شوی وای.

 

خراساني په یوه ویډیو او لیکلي بیان کي د طالبانو پر مشرانو هم نیوکې کړې چې ولې یې حکمتیار ته له کابله د وتلو اجازه ورکړې او ولې یې د هغه د تېرو کړنو په اړه اقدام نه دی کړی.

 

د خراساني ویډیو د شال نیوز افغان ډیسک اورېدلې ده. د هغه لیکلی بیان هم د «جنګجوی راه حق» په نوم د واټس‌اپ له یوه اکاؤنټه بېلابېلو افغان خبري ادارو ته لېږل شوی دی. په دغه اکاؤنټ د خراساني انځور لګېدلی او د بیان په پای کي یې نوم هم لیکل شوی دی.

 

خراساني حکمتیار تورن کړی چې یو ځل بیا یې له پاکستان سره اړیکې ټینګې کړې او د طالبانو د حکومت پر وړاندې یې د بغاوت فتوا ورکړې ده. هغه د طالبانو له مشرانو غوښتي چې حکمتیار او د حزب اسلامي هغه غړي ونیسي چې د ده په وینا، د طالبانو د حکومت پر ضد فعالیت کوي.

 

خراساني په خپل بیان کي ویلي چې حکمتیار د افغانستان په تېرو جګړو کي په جرمونو او خیانتونو لاس پورې کړی او د طالبانو حکومت باید له نوموړي سره نرمي ونه کړي.

 

هغه خبرداری ورکړی چې که د حکمتیار او د هغه د پلویانو پر وړاندې اقدام ونه شي، نور مخالفین به هم د طالبانو د مشر پر وړاندې مخالفت ته زړه ښه کړي. خراساني د طالبانو اوسنی حکومت بې‌بدیله بللی او ویلي یې دي چې د دغه حکومت مخالفین غواړي پخوانی جمهوري او سیکولر نظام بېرته راولي.

 

د خراساني دا څرګندونې وروسته له هغې شوې دي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د اکتوبر پر شپږمه د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې واک خلکو ته وسپاري.

 

حکمتیار ویلي چې طالبان د خلکو ملاتړ نه لري او د دې ډلې پخواني ملاتړي هم اوس د مخالفینو په لیکو کي ولاړ دي. حکمتیار د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه د خبرو او سیاسي بدلون غوښتنه کړې ده.

 

عبدالحمید خراساني د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت پر مهال په کابل او پنجشېر کي د یوې وسله والې ډلې د مشر په توګه پېژندل کېده. د هغه وخت امنیتي ادارو نوموړی د ناقانونه وسلو ګرځولو، زورزیاتي او نورو جرمونو په تور نیولی هم و. خراساني وروسته له بنده خوشې شوی و.

 

نوموړی د جمهوري حکومت په وروستیو کي له طالبانو سره ملګری شو. کله چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کي پر افغانستان واک ترلاسه کړ، خراساني یې په پنجشېر کي د پولیسو د امنیت آمر وټاکه. خو په ۲۰۲۲ کال کي د طالبانو له سیمه‌ییزو چارواکو سره د اختلافاتو له امله له دندې لرې شو.

 

طالبانو د ۲۰۲۳ کال په مارچ کي خراساني د پکتیا د احمدابا ولسوالۍ ولسوال وټاکه. هغه وروسته له دې دندې هم لرې شو. خراساني له طالبانو سره د ملګرتیا باوجود په بېلابېلو وختونو کي د هغوی پر مشرانو هم نیوکې کړې دي.

 

نوموړي د ۲۰۲۴ کال په اګست کي ویلي وو چې د طالبانو د ملاتړ لپاره د خپل قوم پر وړاندې ودرېد، خو اوس د طالبانو په مشرتابه کي له نورو قومونو سره د غلامانو په څېر چلند کېږي.

 

خراساني د طالبانو له ځینو مشرانو، په ځانګړي ډول د کورنیو چارو له وزیر سراج‌الدین حقاني سره د نږدې اړیکو له امله هم پېژندل شوی دی. خو د طالبانو له چارواکو سره یې اختلافات هم لرلي او په ځینو وختونو کي یې فعالیتونه محدود شوي دي.

 

خراساني دا مهال د طالبانو په حکومت کي کومه تایید شوې رسمي دنده نه لري او د هغه د اوسني استوګنځي په اړه هم کره معلومات نشته.

 

بلخوا د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له افغانستانه وتلی دی. د افغانستان انټرنشنل د راپور له مخې، نوموړی د طالبانو له خوا د محدودیتونو له زیاتېدو وروسته مالیزیا ته تللی او له څو میاشتو راهیسې هلته ژوند کوي.

 

د خراساني له خوا د حکمتیار د اعدام غوښتنه په داسې حال کي شوې چې نوموړي په خپله د طالبانو په حکومت کي دندې ترسره کړې او له ځینو مشرانو سره یې نږدې اړیکې لرلې دي. خو دا نه ده څرګنده چې د حکمتیار پر ضد یې تازه څرګندونې د طالبانو د مشرتابه په ملاتړ شوې دي او که د هغه شخصي دریځ دی.

 

تر اوسه د ګلبدین حکمتیار او حزب اسلامي له خوا د خراساني د دغو څرګندونو په اړه تازه غبرګون نه دی ترلاسه شوی.