اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان تحریک انصاف د مشرانو ترمنځ د حکومت او اپوزیسیون د خبرو د بیا پیل لپاره د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان د منځګړتوب په اړه بېلابېل دریځونه مخې ته راغلي دي.
د ګوند د خېبر پښتونخوا مشر جنید اکبر د منځګړتوب هرکلی کړی، خو جنرل سیکرټري سلمان اکرم راجا ویلي چې مولانا فضل الرحمان د حکومت او تحریک انصاف ترمنځ د منځګړي په توګه کار نه کوي.
جنید اکبر د جیو نیوز په یوه ټلوېزیوني پروګرام کي ویلي چې تحریک انصاف د سیاسي اختلافاتو د هواري لپاره د مولانا فضل الرحمان منځګړتوب منلو ته تیار دی.
د هغه په وینا، مولانا فضل الرحمان د حکومت او اپوزیسیون ترمنځ د سیاسي اختلافاتو د ختمولو لپاره د رول لوبولو وړاندیز کړی، خو تر اوسه یې د خبرو د پیل لپاره کوم مشخص پلان نه دی وړاندې کړی.
جنید اکبر دا څرګندونې په داسې وخت کي کړې چې د حکومت او تحریک انصاف ترمنځ سیاسي اختلافات دوام لري او د خبرو د بیا پیل په اړه لا کومه ګډه پرېکړه نه ده شوې.
بلخوا د تحریک انصاف جنرل سیکرټري سلمان اکرم راجا د حامد میر په «کېپیټل ټاک» پروګرام کي د مولانا فضل الرحمان د منځګړتوب په اړه بل دریځ وړاندې کړی دی. سلمان اکرم راجا ویلي چې مولانا فضل الرحمان د حکومت او تحریک انصاف ترمنځ د منځګړي په توګه کار نه کوي.
نوموړي د تحریک انصاف د پارلېماني تګلارې په اړه هم وضاحت کړی او ویلي یې دي چې ګوند تر اوسه نه له پارلېمانه د استعفاګانو پرېکړه کړې او نه یې د اسمبلۍ د غونډو د بایکاټ اعلان کړی دی.
د جنید اکبر او سلمان اکرم راجا څرګندونې په داسې وخت کي مخې ته راغلې دي چې د پاکستان په سیاسي کړکېچ کي د حکومت او اپوزیسیون ترمنځ د خبرو د بیا پیل موضوع یو ځل بیا د بحث برخه ګرځېدلې ده.
مولانا فضل الرحمان، چې د جمعیت علمای اسلام مشر او د پاکستان له پخوانیو سیاسي مشرانو څخه دی، په تېرو کلونو کي یې له تحریک انصاف سره سخت سیاسي اختلافات لرلي دي. خو د ۲۰۲۴ کال له عامو انتخاباتو وروسته د انتخاباتي نتیجو او نورو سیاسي مسئلو په اړه د دواړو ګوندونو ترمنځ اړیکې هم لیدل شوې دي.
د تحریک انصاف د دواړو مشرانو له څرګندونو دا نه ده روښانه شوې چې ګوند به د مولانا فضل الرحمان د منځګړتوب په اړه په رسمي توګه څه پرېکړه کوي.
همداراز تر اوسه د حکومت او تحریک انصاف ترمنځ د مولانا فضل الرحمان په منځګړتوب د کومې نوې غونډې نېټه یا د خبرو اجنډا نه ده اعلان شوې.
د سیاسي خبرو د بیا پیل لپاره د مولانا فضل الرحمان ممکنه رول به تر ډېره د حکومت او تحریک انصاف د مشرتابه په پرېکړو پورې تړلی وي.


خانزیب محسود