اسلام اباد (شال نیوز) : د سوداګرۍ نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کي ویلي چې د منځني ختیځ د جګړې له امله د نړیوال سمندري تجارت د لارو بدلېدو پاکستان ته اقتصادي ګټه رسولې او د دغه هېواد د سمندري مال وړلو کاروبار ورسره زیات شوی دی.
د سازمان د اکتوبر اتمې د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کي د پاکستان د سمندري مال وړلو د خدمتونو صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷۳ فیصده زیات شوي دي.
راپور وايي، د منځني ختیځ جګړې او د هرمز تنګي له لارې د تجارتي بېړیو په تګ راتګ کي د خنډونو له امله نړیوالو کمپنیو د مالونو د لېږد ځینې سمندري لارې بدلې کړې دي. له دې بدلونونو پاکستان هم اقتصادي ګټه ترلاسه کړې ده.
د سازمان د معلوماتو له مخې، د جولای په میاشت کي د کراچۍ لویو کانټینري بندرونو ته د تجارتي بېړیو ورتګ د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله ۱۴ فیصده زیات شوی دی.
خو د سوداګرۍ نړیوال سازمان ویلي چې د سمندري لارو بدلېدو د مالونو د لېږد خرڅونه هم لوړ کړي دي. د بېړیو د سفر وخت زیات شوی، په ځینو بندرونو کي د مالونو په ښکته کولو او پورته کولو کي ځنډ راغلی او تجارتي کمپنیو اضافي فیسونه لګولي دي.
د راپور له مخې، د جولای په میاشت کي د مېډیټرېنین شپنګ کمپنۍ له شمالي اروپا څخه پاکستان، هند، سریلانکا او بنګله دېش ته د مال وړونکو کانټینرونو پر سر ۵۰۰ ډالره اضافي فیس لګولی و.
سازمان خبرداری ورکړی چې د مالونو د لېږد د خرڅونو زیاتوالی پر سوداګرو سربېره پر عامو خلکو هم اغېز کولی شي، ځکه د ټرانسپورټ اضافي خرڅونه د خوراکي او نورو تجارتي شیانو بیې لوړولی شي.
په راپور کي د پاکستان د کمپیوټري خدمتونو د صادراتو د زیاتوالي یادونه هم شوې ده. د سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل، مې او جون په میاشتو کي د پاکستان د کمپیوټري خدمتونو صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۳ فیصده زیات شوي دي.
د سوداګرۍ نړیوال سازمان د ۲۰۲۶ کال لپاره د نړیوال تجارت د زیاتوالي اټکل هم له ۱.۹ فیصده څخه ۳.۹ فیصده ته لوړ کړی دی. د ۲۰۲۷ کال لپاره یې د ۴.۱ فیصده زیاتوالي اټکل کړی دی.
سازمان وايي، د مصنوعي ځیرکتیا اړوند ټکنالوژۍ ته د غوښتنې زیاتېدو او په ځینو هېوادونو کي د تېلو او سرې د پیداوار لوړېدو د نړیوال تجارت په زیاتوالي کي مرسته کړې ده.
خو سازمان دا خبرداری هم ورکړی چې که د منځني ختیځ جګړه نوره اوږده شي، د تېلو بیې او د سمندري مال وړلو خرڅونه به نور هم لوړ شي او نړیوال تجارت به له زیاتو ستونزو سره مخ شي.
بلخوا د پاکستان د سمندري چارو وفاقي وزیر محمد جنید انور چوهدري ویلي چې له کراچۍ څخه د اروپا اوو بندرونو ته د تجارتي بېړیو مستقیم اوونیز سروس بیا پیل شوی دی.
د وفاقي وزیر په وینا، له دې سروس سره به پاکستاني سوداګرو ته اروپا ته د خپلو مالونو په لېږلو کي اسانتیاوې برابرې شي او د پاکستان د صادراتو په زیاتولو کي به مرسته وشي.
د سوداګرۍ نړیوال سازمان د راپور له مخې، که څه هم د منځني ختیځ جګړې د نړیوال تجارت خرڅونه لوړ کړي، خو د سمندري لارو بدلېدو د پاکستان د مال وړلو کاروبار زیات کړی دی.
البته د سمندري ټرانسپورټ د خدمتونو د صادراتو زیاتوالی په دې معنا نه دی چې د پاکستان د ټولو تجارتي مالونو صادرات هم په همدې اندازه زیات شوي دي.


شال نیوز