ریاض (شال نیوز) : د یمن حوثیانو د سعودي عرب په پلازمېنه ریاض کي پر شاه خالد نړیوال هوايي ډګر د نورو میزایلي بریدونو ذمه واري منلې ده. د بریدونو پر مهال په هوايي ډګر کي یوې مسافر وړونکې الوتکې اور اخیستی او ګڼ نړیوال پروازونه منسوخ شوي دي.

 

رویټرز د اکتوبر په اتمه راپور ورکړی چې په هوايي ډګر کي ولاړه د سعودي عرب د هوايي شرکت یوه الوتکه سخته زیانمنه شوې ده. د پېښې له ځایه په خپره شوې ویډیو کي له هوايي ډګره تور لوګی او لمبې پورته کېدلې ښکاري.

 

رویټرز د ویډیو ځای تایید کړی، خو دا یې نه دي تایید کړي چې الوتکې ته اور د میزایل د مستقیم لګېدو له امله اخیستی او که د ویشتل شوي میزایل د ټوټو له امله.

 

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ویلي چې د دوی ډلې د بالېسټیک میزایل په وسیله شاه خالد نړیوال هوايي ډګر په نښه کړی او برید یې خپل هدف ته رسولی دی. خو سعودي چارواکو د دغه تازه برید په اړه د حوثیانو خبره نه ده تایید کړې.

 

د سعودي عرب په مشرۍ پوځي اتحاد ویلي چې د ریاض پر لور دوه او د خمیس مشیط پر لور یو بالېسټیک میزایل یې په هوا کي تباه کړي دي. د سعودي د ملکي دفاع ادارې په وینا، د یوه ویشتل شوي میزایل ټوټې په ریاض کي د ماشومانو پر یوه وړکتون او طبي مرکز غورځېدلې او ودانیو ته یې زیان رسولی دی.

 

د سعودي عرب د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي چې د اکتوبر په شپږمه او اوومه د ریاض او ابها پر هوايي ډګرونو په بریدونو کي درې کسان وژل شوي او ۳۶ نور ژوبل شوي دي. په وژل شویو کي یو سوډانی وګړی او د مراکش او الجزایر دوه ښځې شاملې دي.

 

د تازه بریدونو له امله د ریاض هوايي سفرونه سخت اغېزمن شوي دي. د هوايي سفرونو د معلوماتو راټولوونکې ادارې سیریوم په وینا، د اکتوبر په اتمه د نړیوال وخت تر درې بجو پورې د شاه خالد هوايي ډګر نږدې نیمایي روان پروازونه منسوخ شوي وو.

 

د جرمني لوفتانزا هوايي شرکت اعلان کړی چې د اکتوبر تر ۱۶مې ریاض ته خپل پروازونه ځنډوي. ایر انډیا او اکاسا ایر هم د اکتوبر تر لسمې او انډیګو د اکتوبر تر نهمې خپل پروازونه منسوخ کړي دي. حوثیانو د سعودي عرب د تېلو تاسیساتو ته هم د نورو بریدونو خبرداری ورکړی او کارکوونکو ته یې ویلي چې له دغو مرکزونو ځانونه لرې وساتي.

 

په همدې حال کي د سعودي عرب د تېلو د لوی مرکز ابقیق د بشپړ ویجاړېدو او د هېواد د تېلو د صادراتو د بندېدو خبرې په خپلواکو سرچینو نه دي تایید شوې. د سعودي عرب د انرژۍ وزیر عبدالعزیز بن سلمان د اکتوبر په شپږمه ویلي وو چې د ختیځ او لوېدیځ د نل‌لیکې له لارې د تېلو لېږد د ورځې ۵۸ لکو بېلرو ته رسېدلی دی.

 

د سعودي عرب او حوثیانو ترمنځ جګړه په داسې وخت کي زیاته شوې چې په یمن کي د سعودي عرب په ملاتړ د حکومتي ځواکونو او حوثیانو ترمنځ هم سختې نښتې روانې دي. حوثیان وايي، پر سعودي عرب بریدونه د یمن په جګړه کي د دغه هېواد د مداخلې په ځواب کي کوي. د سعودي عرب په مشرۍ اتحاد بیا ویلي چې د ملکي هوايي ډګرونو بریدونه به بې ځوابه پرې نه ږدي.