کابل (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي شارژدافیر نیکولا بیلومو سره کتلي او د امنیت، دوه اړخیزو اړیکو او له نشه يي توکو سره د مبارزې په اړه یې خبرې کړې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د اکتوبر په اتمه په یوه خبرپاڼه کي ویلي چې حقاني بیلومو ته په افغانستان کي د خپلې نوې دندې د پیل مبارکي ورکړې او د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ یې اړیکې مثبتې بللې دي.
د وزارت په وینا، حقاني د اروپايي ټولنې د پخواني استازي د کارونو ستاینه هم کړې او د دواړو خواوو ترمنځ یې د اړیکو پر دوام ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کي راغلي چې دواړو خواوو له نشه يي توکو سره د مبارزې، په دې برخه کي د اروپايي ټولنې د مرستو او په افغانستان کي د امنیتي حالاتو په اړه هم خبرې کړې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کي د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د همکاریو د زیاتولو او د اړیکو د ساتلو پر اړتیا هم ټینګار شوی دی.
اروپايي ټولنه له افغانستان سره بشري مرستو او نورو اړوندو چارو ته دوام ورکوي، خو له طالبانو سره د اړیکو ساتل د هغوی د حکومت د رسمي پېژندلو په معنا نه دي.


شال نیوز