نوښار (شال نیوز) : د نوښار ضلعې د نظام پور په پیران بالا سیمه کي د درې تښتول شویو پولیس اهلکارو د راخوشې کولو لپاره د دیني علماوو او قومي مشرانو د ۱۲ کسیزې جرګې د خبرو دویم دور پیل شوی دی. د خبرو لومړی دور بې نتیجې پای ته رسېدلی و، خو جرګې د اهلکارو د خوندي راخوشې کولو لپاره خپلې هڅې بیا پیل کړې دي.

 

د جرګې له خبرو او د پولیسو د لوړپوړو چارواکو له هڅو یوې خبرې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط شال نیوز ته ویلي چې له وسله والو سره د خبرو دویم دور روان دی، خو تر اوسه د کومې موافقې یا د اهلکارو د خوشې کولو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

 

تښتول شوي اهلکار د نظام پور تاڼې محرر هېډ کانسټېبل نعیم الله او دوه کانسټېبلان نورالاسلام او عامر خان دي، چې د اکتوبر پر اتمه په یوه شخصي سوزوکي کېري موټر کي د سرکاري دندې لپاره روان شوي وو، خو وروسته ورسره اړیکه پرې شوې وه.

 

د لټون په عملیاتو کي برخه لرونکې یوې سرچینې ویلي چې د اهلکارو سوزوکي کېري موټر د پیران بالا غرونو ته نږدې موندل شوی، خو د هغوی د ساتلو ځای لا نه دی معلوم.

 

د نوښار پولیسو د کوهاټ او پېښور له پولیسو د غرنیو سیمو د لارو د څارنې او د لټون په عملیاتو کي د مرستې غوښتنه کړې ده. د نوښار او مردان پولیسو تازه ډلې هم د نظام پور او پیران بالا په غرونو کي د اهلکارو د موندلو هڅې کوي.

 

په همدې حال کي یوې ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې د تښتول شویو پولیس اهلکارو په نوم عکس خپور کړی دی، خو د عکس د اخیستلو ځای او وخت نه دی معلوم. د لومړنیو معلوماتو له مخې، وسله والو د اهلکارو سرکاري وسلې او وائرلېس سیټ هم له ځان سره وړي دي.

 

پولیس او ضلعي انتظامیه د دې پېښې په اړه رسنیو ته محدود معلومات ورکوي. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې وسله والو د اهلکارو د خوشې کولو لپاره کوم شرطونه ایښي دي او که نه.

 

د جرګې د خبرو دویم دور په داسې حال کي روان دی چې د درې واړو پولیس اهلکارو درک لا نه دی لګېدلی او د هغوی د موندلو لپاره د پولیسو عملیات هم دوام لري.