کوټه (شال نیوز) : د جمعیت علمای اسلام د بلوچستان صوبايي مشر او سنېټر مولانا عبدالواسع غوښتنه کړې چې په بلوچستان کي موجودې هغه وسله والې ډلې دې له صوبې وایستل شي چې نوموړي شخصي ملیشې بللې دي.

 

مولانا عبدالواسع په کوټه کي یوې خبري غونډې ته ویلي چې صوبايي حکومت یا د پرېکړو واک نه لري او یا هم په حکومتي چارو کي یووالی نشته.

 

نوموړي د بلوچستان د اعلا وزیر سرفراز بګټي پر کارکردګۍ هم نیوکې کړې او د صوبې د امنیتي او انتظامي چارو په اړه یې پوښتنې راپورته کړې دي.

 

مولانا عبدالواسع په خپلو خبرو کي دا نه دي روښانه کړي چې د کومو وسله والو ډلو یادونه کوي او د هغوی د ایستلو غوښتنه یې له کومې ادارې کړې ده. د بلوچستان د صوبايي حکومت یا اعلا وزیر سرفراز بګټي غبرګون لا نه دی ترلاسه شوی.