اسلام‌ اباد (شال نیوز) : د پاکستان د سمندري چارو وفاقي وزیر محمد جنید انور چوهدري ویلي چې د کراچۍ او د اروپا د لویو بندرونو ترمنځ د مال وړونکو بېړیو منظم تګ راتګ بېرته پیل شوی دی.

 

دا پرمختګ په داسې وخت کي شوی چې د منځني ختیځ جګړې نړیوال سمندري تجارت اغېزمن کړی او د مال وړلو ځینې کمپنۍ د خپلو بېړیو لپاره د نورو لارو په لټه کي دي.

 

د وفاقي وزیر د بیان له مخې، د اېم اېس سي سمندري کمپنۍ بېړۍ به هره اوونۍ د کراچۍ ګېټ وې ټرمینل ته راځي او د سریلانکا د کولمبو بندر له لارې به د هالنډ روټرډام، د جرمني هامبورګ، د بلجیم انټورپ او د برتانیې لندن په ګډون اروپايي بندرونو ته مالونه لېږدوي.

 

د دې انتظام له مخې به پاکستاني سوداګر خپل صادراتي مالونه له کراچۍ څخه د کولمبو بندر ته لېږي او له هغه ځایه به یې د اروپا پر لور د لېږد اسانتیا وي. دا په دې معنا نه ده چې ټولې بېړۍ به له کراچۍ څخه بې له منځني تمځایه اروپا ته ځي.

 

د کراچۍ بندر د فعالیت د زیاتېدو یو مهم لامل د منځني ختیځ جګړه او د سمندري تجارت په لارو کي بدلونونه دي. د هرمز تنګي، سره سمندرګي او باب‌المندب په شاوخوا کي امنیتي خطرونو د بېړیو پر تګ راتګ، بیمې او د مالونو د لېږد پر لګښتونو اغېز کړی دی.

 

پاکستان د عربي سمندرګي پر غاړه پروت دی او د کراچۍ او پورټ قاسم بندرونه یې له نړیوالو سمندري تجارتي لارو سره نښلوي. د دې جغرافیوي موقعیت له امله د مال وړلو نړیوالې کمپنۍ کولای شي له پاکستاني بندرونو څخه د جنوبي ایشا او نورو نړیوالو بندرونو سره د تجارت لپاره کار واخلي.

 

خو د کراچۍ بندر د فعالیت زیاتېدل یوازې د جګړې نتیجه نه ده. د پاکستان د ټوکرانو، تیارې جامو، وریجو، څرمنې او نورو محصولاتو صادرات هم د بندر د کار یوه مهمه برخه جوړوي. د صادراتو او وارداتو غوښتنه، د بېړیو منظم تګ راتګ او د کانټینرونو د لېږد اسانتیاوې ټول د بندر پر فعالیت اغېز لري.

 

د کراچۍ بندر د فعالیت د زیاتېدو په اړه د پاکستان د بندرونو ادارې شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ مالي کال پر مهال یې له ۲۶ لکه او ۵۰ زره څخه زیات شل فوټه کانټینرونو سره برابر مالونه سمبال کړي دي.

 

د جون پر شلمه د ډان د راپور له مخې، دا د بندر لپاره ریکارډ شمېر و. د ایران د جګړې له امله د ځینو سمندري مالونو لېږد هم پاکستان ته اړول شوی و. د بندر فعالیت یوازې د مالونو په زیاتېدو نه، بلکې له نړیوالو سمندري لارو سره د اړیکو په پراخېدو هم ښه شوی دی.

 

د پاکستان د سمندري چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د کراچۍ بندر د نړیوالو بېړیو د اړیکو شاخص د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دریو میاشتو کي له ۳۰۹ اعشاریه ۸۱ څخه د کال په دویمه درې میاشتنۍ موده کي ۳۴۳ اعشاریه ۰۲ ته لوړ شوی دی. دا د بندر د نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا نښه ده، خو په خپله د مالونو د حجم د زیاتېدو اندازه نه ښيي.

 

د بندر د فعالیت بل لامل د کراچۍ په سمندري اسانتیاوو کي پانګونه ده. د رویټرز د جون د ۲۳مې د راپور له مخې، د ابوظبۍ د بندرونو ډلې په ملاتړ د کراچۍ ګېټ وې ټرمینل د سمندري لارې د ژورولو پر کار ۶۰ میلیونه ډالر لګولي دي.

 

د دې ټرمینل مشر خرم عزیز خان رویټرز ته ویلي وو چې کمپنۍ په راتلونکو پنځو کلونو کي د ۷۵ میلیونه څخه تر ۱۰۰ میلیونه ډالرو پورې نوره پانګونه هم په پام کي لري. په دې کي د کانټینرونو د ساتلو ځایونو پراخول، د لویو بېړیو لپاره د کرېنونو برابرول او د مالونو د لېږد نورې اسانتیاوې شاملې دي.

 

د کراچۍ بندر ادارې د مالونو د ژر خوشې کولو لپاره هم د بدلونونو وړاندیز کړی دی. د اکتوبر پر نهمه د ډان د راپور له مخې، د بندر مشر د ورځې او شپې د مالونو د خوشې کولو برېښنايي انتظام، د کانټینرونو د معاینې لپاره د سکینرونو کارول او د کسټم د کارونو د چټکولو غوښتنه کړې ده.

 

د بندر د ټرمینلونو چلونکو د شپې د معایناتو لپاره تیاری ښودلی، خو دا لا روښانه نه ده چې ټول وړاندیز شوي انتظامات به کله عملي شي.

 

د منځني ختیځ جګړې د کراچۍ بندر لپاره له یوې خوا د کاروبار د زیاتېدو لارې پرانیستې دي، خو له بلې خوا یې پاکستاني صادرونکي هم له ستونزو سره مخ کړي دي. د سمندري لارو د بدلېدو له امله ځینې مالونه په اوږدو لارو لېږدول کېږي، چې وخت او لګښت یې زیاتوي.

 

د رویټرز د راپورونو له مخې، د هرمز تنګي او باب‌المندب په شاوخوا کي جګړې د تېلو د بېړیو پر تګ راتګ هم اغېز کړی دی. د همدې ناامنۍ له امله نړیوالې سمندري کمپنۍ د خپلو لارو او بندرونو په انتخاب کي بدلونونه راولي.

 

د پاکستان د سمندري چارو وفاقي وزیر هم ویلي چې له اروپا سره د مال وړونکو بېړیو د منظم تګ راتګ بیا پیل د نړیوال سمندري تجارت ټولې ستونزې نه شي هوارولای.

 

د کراچۍ بندر لپاره اوس مهمه پوښتنه دا ده چې ایا پاکستان به د جګړې له امله ورغلی اضافي سمندري تجارت د اوږدې مودې لپاره وساتلی شي او که د منځني ختیځ د سمندري لارو له عادي کېدو وروسته به دا کاروبار بېرته نورو بندرونو ته ولاړ شي.

 

د سمندري چارو د وزارت او د بندر د چلونکو د معلوماتو له مخې، د کراچۍ بندر د فعالیت د زیاتېدو تر شا د جګړې له امله د سمندري لارو بدلون، په بندر کي پانګونه، د لویو بېړیو لپاره اسانتیاوې او له نړیوالو بندرونو سره د اړیکو پراخېدل مهم لاملونه دي.

 

خو دا لا نه ده څرګنده چې د دې زیات شوي کاروبار څومره برخه به د جګړې له ختمېدو وروسته هم په کراچۍ کي پاتې شي.