مکین (شال نیوز) : د بر سویلي وزیرستان د مکین او شمالي وزیرستان د رزمک ترمنځ په سرحدي سیمه کي د زمکې پر سر د مسیدو او وزیرو قومونو ترمنځ ډزې شوې دي چې له امله یې په سیمه کي تاوتریخوالی زیات شوی دی.

 

ځايي سرچینې وايي، د دواړو قومونو ترمنځ له سهاره د سپکو او درنو وسلو ډزې وخت په وخت روانې دي چې له امله یې د سیمې په خلکو کي وېره خپره شوې ده. د سرچینو په وینا، تر اوسه په ډزو کي د چا د وژل کېدو یا ژوبلېدو کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

 

د سیمې اوسېدونکو له ضلعي انتظامیې، پولیسو او نورو امنیتي ادارو غوښتنه کړې چې د دواړو خواوو ترمنځ ډزې بندې کړي او د زمکې شخړه د جرګې یا قانوني لارې هواره کړي.

 

ځايي خلک اندېښنه لري چې که انتظامیې په وخت ګامونه پورته نه کړل، نو دا شخړه به نوره هم زیاته شي او د مسیدو او وزیرو قومونو ترمنځ به اړیکې خرابې کړي. تر اوسه د دواړو ضلعو د انتظامیې او پولیسو رسمي دریځ نه دی ترلاسه شوی.