جمرود (شال نیوز) : د خېبر ضلعې په جمرود تحصیل کي د ډزو په دوو جلا پېښو کي دوه پولیس اهلکار وژل شوي دي. پولیس وايي، د دواړو پېښو پلټنې روانې دي.

 

د پولیسو د معلوماتو له مخې، د اکتوبر پر نهمه سهار د جمرود تاڼې په حدودو کي د جلال الدین کلي په سیمه کي نامعلومو وسله والو پر پولیس اهلکار کامران ډزې کړې او وژلی یې دی.

 

وژل شوی پولیس اهلکار د قادر خان زوی و او د پولیسو بېلټ نمبر یې ۳۸۵۳ و. د هغه مړی د جمرود روغتون ته رسول شوی دی. په یوه بله پېښه کي د جمرود د غونډۍ سخي پل له سیمې د پېښور پولیسو د یوه اهلکار بهادر شاه مړی موندل شوی دی.

 

پولیس وايي، بهادر شاه د محمد اکبر زوی و او د اکتوبر پر اتمه شپه نامعلومو کسانو په ډزو وژلی دی. د خېبر پولیسو د نوموړي مړی د پوسټ مارټم لپاره روغتون ته لېږدولی دی.

 

پولیس وايي، د دواړو پېښو پلټنې روانې دي، خو تر اوسه یې د بریدونو د علت او د ککړو کسانو د نیولو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي. دا هم لا نه ده څرګنده چې د دواړو پېښو ترمنځ کوم تړاو شته او که نه.