اسلام اباد (شال نیوز) : د نړیوال اقتصادي فورم پر وېبپاڼه په خپره شوې یوه نوې لیکنه کي د پاکستان د موجوده څلورو صوبو د وېش او د نویو صوبو د جوړولو پر بېلابېلو امکاناتو بحث شوی دی.
په لیکنه کي ویل شوي چې د پاکستان زیاتېدونکی نفوس او د انتظامي چارو ستونزې د حکومتولۍ په موجوده جوړښت کي بدلون ته اړتیا لري.
د میروسلاو زافیروف په لیکنه کي وړاندیز شوی چې د پاکستان هره موجوده صوبه په څلورو برخو ووېشل شي او په دې توګه د صوبو شمېر ۱۶ ته لوړ شي. د دې ترڅنګ د ۲۳ نه تر ۲۵ او له ۳۰ څخه د زیاتو صوبو د جوړولو امکانات هم څېړل شوي دي.
د لیکوال په وینا، پاکستان شاوخوا ۲۶ کروړه نفوس لري، خو لا هم په څلورو لویو صوبو وېشل شوی دی. یوازې د پنجاب نفوس شاوخوا ۱۲ کروړه او ۸۰ لکه دی، په داسې حال کي چې د بلوچستان نفوس له یو نیم کروړ څخه کم دی.
په لیکنه کي ویل شوي چې د نویو صوبو جوړول د خلکو او حکومت ترمنځ فاصله کمولای شي، خو یوازې د صوبو زیاتول د انتظامي ستونزو حل نه دی. د دې لپاره ضروري ده چې نویو صوبو ته د پرېکړو اختیار، مالي وسایل او د خلکو پر وړاندې د جواب ورکولو مسئولیت هم ورکړل شي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د اکتوبر پر لسمه د امین احمد په راپور کي د دغې لیکنې تفصیل خپور کړی دی. په پاکستان کي د نویو صوبو د جوړولو بحث له دې وړاندې هم روان و.
د اګست په میاشت کي د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د نویو صوبو د جوړولو ملاتړ کړی و، خو یو شمېر سیاسي ګوندونو د دې لپاره د آئیني لارې او سیاسي اتفاق غوښتنه کړې وه.
د پاکستان د آئین له مخې، د یوې موجوده صوبې د سرحدونو بدلولو لپاره د هغې د صوبايي اسمبلۍ د دوو برخو درې برخې غړو ملاتړ ضروري دی.
د نړیوال اقتصادي فورم پر وېبپاڼه خپره شوې لیکنه د یوه څېړونکي نظر دی، نه د پاکستان د حکومت رسمي پرېکړه. تر اوسه د ۱۶، ۲۵ یا له ۳۰ څخه د زیاتو صوبو د جوړولو کومه رسمي منظوره شوې منصوبه نه ده وړاندې شوې.


شال نیوز