کټمنډو (شال نیوز) : د نیپال په ګورخا ضلعه کي د بودهي ګنډکي سیند د ناڅاپي سېلاب له امله لږ تر لږه ۳۵ کورونه او ګڼ پلونه اوبو وړي او پنځه کسان بې درکه شوي دي.
د اکتوبر پر ۱۱مه د نیپال چارواکو ویلي چې د غر ښوېدو له امله د سیند اوبه بندې شوې وې، خو وروسته د اوبو په ناڅاپي راخوشې کېدو سره سخت سېلاب راغی.
د سېلاب له اوبو سره تورې خټې، ډبرې او د غرونو نور مواد هم راوتلي چې په لاره کي یې کورونه، پلونه او د برېښنا د یوې پروژې ودانۍ زیانمنې کړې دي.
د نیپال د طبیعي پېښو د مخنیوي ادارې ویلي چې د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان بې درکه دي او ۴۹ کسان ژغورل شوي دي. د پوځ او پولیسو ډلې د ژغورنې په عملیاتو بوختې دي.
چارواکو د سیند پر غاړه اوسېدونکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې خوندي او لوړو سیمو ته ولاړ شي، ځکه د نورو سېلابونو خطر هم شته.
دا سېلاب داسې وخت راغلی چې نیپال لا د اګست د ۲۶مې د سختو سېلابونو له زیانونو نه دی راوتلی. د سپټمبر د ۱۶مې تر راپورونو پورې په هغو سېلابونو کي نږدې ۱۴۰۰ کسان مړه شوي او شاوخوا ۵۲۰۰ نور لا بې درکه وو.
د نیپال چارواکي وايي، د تازه سېلاب د مالي او ځاني زیانونو د معلومولو کار روان دی او تر اوسه د چا د مړینې پخلی نه دی شوی.


شال نیوز