پېښور (شال نیوز) : په خېبر پښتونخوا کي د ایمرجنسي او ګورنر راج له اعلان وروسته د ګورنر فیصل کریم کنډي په مشرۍ د یوې ځانګړې مشاورتي شورا لپاره د ۱۱ کسانو نومونه مخې ته راغلي دي.

 

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په دې شورا کي پخواني اعلا سرکاري افسران، سیاستوال او د تعلیم، صحت، مالیې، قانون او نورو برخو پوهان شامل دي.

 

د وړاندیز شوې شورا د غړو نومونه او د هغوی اړوندې څانګې په دې ډول دي:

۱. ډاکټر سید عامر عبدالله: تعلیم

۲. طارق محمود پاشا: مالیه، ټېکسونه او ریونیو

۳. عثمان سیف الله خان: بجلي، توانايي او ترقیاتي کارونه

۴. عامر جاوېد: قانون او د اسمبلۍ چارې

۵. ثمر هارون بلور: اطلاعات او خپرونې

۶. ډاکټر محمد ارشاد: صنعت او تجارت

۷. مولانا محمد طیب قریشي: اوقاف او مذهبي چارې

۸. لېفټننټ جنرل ریټایرډ نګار جوهر خان: صحت

۹. کفایت الله خان: کورنۍ او قبایلي چارې

۱۰. ډاکټر سرفراز علي شاه: معدنیات او کانونه

۱۱. آصف رفیق اپریدی: تعمیراتي کارونه، بلدیات، کورونه او ټرانسپورټ

 

په دې نوملړ کي د ایف بي آر دوه پخواني چیئرمېنان، یو پخوانی سېنېټر، پخوانی اېډوکېټ جنرل، پخوانی آئي جي او د پاکستان پوځ پخوانۍ سرجن جنرل شامل دي.

 

خیبر پښتونخوا په ټوله صوبه کې ایمرجنسي نافذه شوه؛ ډاکټر محمد فخر عالم عرفان نوی چیف سیکرټري ټاکل شوی
خیبر پښتونخوا په ټوله صوبه کې ایمرجنسي نافذه شوه؛ ډاکټر محمد فخر عالم عرفان نوی چیف سیکرټري ټاکل شوی

 

د معلوماتو له مخې، دا شورا به د ګورنر په مشرۍ د صوبې د انتظامي چارو، امنیت، اقتصاد او ترقیاتي کارونو په اړه مشورې ورکوي. په ځانګړې توګه به د قبایلي ضلعو د انتظام، د سرکاري ادارو د کارونو، تعلیم، صحت او د خلکو د اسانتیاوو په اړه وړاندیزونه کوي.

 

خو د ګورنر هاوس له خوا د دغو کسانو د رسمي ټاکنې اعلامیه او د شورا د واکونو بشپړ تفصیل لا نه دی ترلاسه شوی. دا هم نه ده روښانه چې شورا به یوازې مشورې ورکوي او که د صوبايي انتظامیې په پرېکړو کي به هم برخه لري.