پېښور (شال نیوز) : د پاکستان تحریک انصاف پارلماني مشر شاهد خټک ویلي چې پولیسو او امنیتي ادارو د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر سهیل اپریدی او د تحریک انصاف صوبايي صدر جنید اکبر نیولي دي.
نوموړي ویلي چې د ګوند یو شمېر نور مشران هم نیول شوي، خو د هغوی نومونه او د نیولو ځایونه یې نه دي په ډاګه کړي. شاهد خټک ویلي چې د تحریک انصاف احتجاجي لانګ مارچ به دوام لري او دی به یې مشري کوي. هغه د ګوند له کارکنانو غوښتي چې پېښور ته ورشي.
.jpeg)
د دغو نیونو خبرونه په داسې وخت کي خپاره شوي چې په خېبر پښتونخوا کي د وفاقي حکومت او تحریک انصاف ترمنځ سیاسي کړکېچ زیات شوی او د ایمرجنسۍ او ګورنر راج موضوع هم راپورته شوې ده.
د ایکسپرېس نیوز او ۲۴ نیوز د اکتوبر د ۱۱مې د راپورونو له مخې، سهیل اپریدی او جنید اکبر نیول شوي دي. دواړو رسنیو د جنید اکبر له ټولنیزې رسنۍ خپور شوی پیغام هم د نیولو د تایید په توګه یاد کړی دی.
ایکسپرېس نیوز د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې سهیل اپریدی د نیولو پر مهال په پېښور کي د وزیراعلی په کور کي موجود و. بلخوا شاهد خټک ویلي چې د سهیل اپریدي له نیولو وروسته به د تحریک انصاف د لانګ مارچ مشري دی کوي.
د پولیسو او وفاقي حکومت له لوري د نیولو رسمي تفصیل، د نیول شویو مشرانو د ساتلو ځایونه او پر هغوی لګول شوي تورونه لا نه دي روښانه شوي.


شال نیوز