پېښور (شال نیوز) : د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان په خېبر پښتونخوا کي د ایمرجنسۍ او ګورنر راج له لګولو سره مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي چې دا ډول ګامونه د جمهوري اصولو خلاف دي.
ایمل ولي خان ویلي، د دې پرېکړې مخالفت په دې معنا نه دی چې ګوند یې د تحریک انصاف د حکومت ملاتړ کوي. د هغه په وینا، تحریک انصاف په تېرو کلونو کي خېبر پښتونخوا له مالي، انتظامي او سیاسي ستونزو سره مخ کړې ده.
نوموړي د ۲۰۱۳، ۲۰۱۸ او ۲۰۲۴ کلونو ټاکنو ته په اشاره ویلي چې په دغو دریو واړو ټاکنو کي د عوامي نېشنل ګوند حقونه تر پښو لاندې شوي دي. هغه ویلي، په ۲۰۱۳ کال کي د دوی ګوند د خپلو ۱۲۰۰ وژل شویو غړو د غم له زغملو سره سره په ټاکنو کي ماتې وخوړه او ورپسې پرې د کرپشن تورونه ولګېدل.
ایمل ولي خان پوښتنه کړې چې د هغه وخت د احتساب کمېسیون د پلټنو نتیجه څه شوه او ولې د دوی پر ضد لګول شوي تورونه ثابت نه شول؟ د عوامي نېشنل ګوند مشر ویلي، په ۲۰۱۸ کال کي د ټاکنو د نتیجو د لېږلو نظام، آر ټي اېس، په بندېدو سره د دوی ګوند له بریا محروم کړل شو.
د هغه په خبره، په ۲۰۲۴ کال کي هم د تحریک انصاف د ولسي ملاتړ داسې انځور وړاندې کړل شو چې له امله یې عوامي نېشنل ګوند یو ځل بیا له خپل انتخابي حقه محروم شو.
ایمل ولي خان غوښتنه کړې چې هغه کسان دې حساب ورکولو ته راوغوښتل شي چې د ده په وینا، په ۲۰۱۳ کال کي یې د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو، په ۲۰۱۸ کال کي د انتخابي نتیجو د نظام د بندېدو او په ۲۰۲۴ کال کي د تحریک انصاف د مصنوعي مقبولیت له لارې عوامي نېشنل ګوند له پارلېمانه بهر ساتلی و.
هغه پوښتنه کړې چې ایا د دغو پېښو ذمه وار کسان به هم حساب ورکوي، او که یو ځل بیا به ځینې سیاسي مشران د مظلومانو په توګه وړاندې کېږي؟ د ایمل ولي خان دا څرګندونې په داسې وخت کي مخې ته راغلې چې په خېبر پښتونخوا کي د ایمرجنسۍ او ګورنر راج پر سر سیاسي اختلافات زیات شوي دي.


شال نیوز