کابل (شال نیوز) : د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، پاکستان له کوم سیاسي او امنیتي بحران سره چې مخ دی، هغه د دغه هېواد د ځواکمنو ادارو له خوا د تېرو څو لسیزو راهیسې د طالبانو د ملاتړ نتیجه ده.

 

صالح پر خپله اېکس پاڼه په یوه بیان کي ویلي، په خېبر پښتونخوا کي د ایمرجنسۍ او ګورنر راج لګولو پرېکړه ښيي چې وفاقي حکومت په صوبه کي واکمن ګوند د پاکستان ملي امنیت او ګټو ته خطر ګڼي. نوموړي د پاکستان اوسنی سیاسي وضعیت له ۱۹۷۱ کال راهیسې د دغه هېواد له سختو بحرانونو څخه یو بللی دی.

 

امرالله صالح ویلي چې د پاکستان د راتلونکي په اړه یې په ۲۰۲۳ کال کي هم خبرداری ورکړی و او د هغه وخت خبرې یې باید له پامه ونه غورځول شي. د افغانستان د پخواني حکومت دغه چارواکي له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان پر امنیتي تګلارو نیوکې کوي او اسلام‌اباد د طالبانو په ملاتړ تورنوي.

 

د صالح دا څرګندونې په داسې وخت کي مخې ته راغلې چې په خېبر پښتونخوا کي د ایمرجنسۍ او ګورنر راج پر سر سیاسي اختلافات روان دي.