کییف (شال نیوز) : د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ویلي، هېواد یې دې ته تیار دی چې د روسیې د تېلو پر چاڼخونو بریدونه بند کړي، خو په دې شرط چې مسکو هم د اوکراین د بجلۍ او توانایۍ پر مرکزونو بریدونه ودروي.

 

زلنسکي د اکتوبر پر ۱۱مه، د اتوار په ورځ، پر ټیلیګرام په خپل پیغام کي ویلي چې د جګړې د شدت کمولو لپاره هر اقدام باید د دواړو خواوو له لوري وي او عملي ضمانتونه ولري.

 

د هغه دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اوکراینه وغوښتل چې د روسیې د تېلو پر چاڼخونو بریدونه بند کړي. ټرمپ د امریکا د ډیزلو د بیو د لوړېدو پړه هم پر دغو بریدونو اچولې ده.

 

زلنسکي ویلي چې روسیه کولای شي د توانایۍ پر مرکزونو بریدونه سمدستي ودروي، خو د ده په وینا، ولسمشر ولادیمیر پوتین دې کار ته تیار نه دی. د اوکراین ولسمشر دا هم ویلي چې له اروپايي مشرانو سره به د هوايي دفاع د نورو وسلو او د جنګي الوتکو لپاره د مهماتو د ترلاسه کولو په اړه خبرې جاري ساتي.

 

د رویټرز د راپور له مخې، زلنسکي دا وړاندیز د دواړو هېوادونو ترمنځ د بریدونو د کمولو لپاره کړی دی