برمل (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان د برمل تحصیل په کژه پنګه سیمه کي د ماښام پر مهال پر یو کور د کواډکاپټر ډرون برید شوی دی.
ځايي سرچینې وايي، په برید کي دوه ماشومان ژوبل شوي دي، خو د پولیسو سرچینې تر اوسه د یوه ماشوم ژوبلېدل تایید کړي دي.
د ځايي سرچینو په وینا، ژوبل ماشومان د علاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي او وینې ته اړتیا لري. ځايي خلکو له وینه ورکوونکو غوښتنه کړې چې د ژوبلو ماشومانو مرستې ته ورشي.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې کواډکاپټر د چا و او برید چا کړی دی. د برید په اړه د امنیتي چارواکو رسمي دریځ هم نه دی ترلاسه شوی.


ظفر وزير