کابل (شال نیوز) : د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو ځل بیا د طالبانو له حکومته غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

 

کرزي د اکتوبر پر ۱۱مه په خپله ایکس پاڼه په خپاره کړي پیغام کي ویلي چې د افغانستان د پرمختګ لپاره د نجونو تعلیم او مسلکي روزنې ته ځانګړې پاملرنه پکار ده.

 

هغه ویلي، نجونو ته باید د زده کړو ټولې اسانتیاوې برابرې شي، څو خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړي او د خپلې پوهې او مهارتونو له لارې د هېواد او خلکو خدمت وکړي.

 

پخواني ولسمشر هیله څرګنده کړې چې په افغانستان کي به ژر د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي او هغوی به د هېواد په پرمختګ کي خپله ونډه واخلي.

 

کرزي په خپل پیغام کي دا هم ویلي چې افغانان د خپل کلتور له مخې ښځو او نجونو ته درناوی لري او په کورنیو او نړیوالو غونډو کي د هغوی پر لاسته راوړنو او زړورتیا ویاړي.

 

حامد کرزی : د طالبانو رسمیت پېژندنه باید د مشخصو شرایطو له پوره کېدو سره تړلې وي
حامد کرزی : د طالبانو رسمیت پېژندنه باید د مشخصو شرایطو له پوره کېدو سره تړلې وي
حامد کرزی : د کانکور د ازموینې هرکلی، خو د نجونو نه ګډون د اندېښنې وړ دی
حامد کرزی : د کانکور د ازموینې هرکلی، خو د نجونو نه ګډون د اندېښنې وړ دی

 

بلخوا، د طالبانو د حکومت د سرې میاشتې رئیس شهاب‌الدین دلاور په یوه تازه ټلوېزیوني مرکه کي ویلي چې په دوحه کي له امریکايي چارواکو سره د ښځو د حقونو په اړه خبرې نه دي شوې. دلاور ویلي چې د افغانانو لپاره په نړیوالو غونډو کي د ښځو پر مسایلو خبرې کول د شرم خبره ښکاري.

 

دا په داسې حال کي ده چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په اګست کي واک ته له رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کي یې د ښځو پر پوهنتوني زده کړو هم بندیز ولګاوه.

 

حامد کرزي تر دې وړاندې هم څو ځله د دغو بندیزونو د ختمولو غوښتنه کړې ده.