کابل : د افغانستان پخواني ولسمشر ،حامد کرزي، په غیرمستقیمه توګه له نړیوالې ټولنې غوښتي دي، چې د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنه دې د مشخصو شرایطو له پوره کېدو سره وتړي، چې د ښځو او نجونو د زده کړې او کار د حقونو تامین یې له مهمو برخو څخه دي.
کرزي ،د اګست په ۲۰مه، د بلومبرګ د «مشعل حسین شو» په مرکه کې ویلي دي چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره په هغو برخو کې همکاري وکړي چې د افغانستان او افغانانو په ګټه وي، خو د رسمي پېژندنې او سیاسي مشروعیت مسئله جلا ده.
کله چې له هغه په مشخص ډول وپوښتل شول چې ایا نړیوال هېوادونه باید طالبان په رسمیت وپېژني، نوموړي وویل: «رسمیت پېژندنه او مشروعیت په افغانستان کې د مشخصو شرایطو له پوره کېدو څخه رامنځته کېږي.»
کرزي وویل، چې نړیوالې ټولنې دغه شرایط څو ځله روښانه کړي دي او ملګرو ملتونو هم په دوامداره توګه د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار د لګېدلو محدودیتونو د ختمولو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو او یو شمېر نړیوالو هېوادونو له خوا د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار محدودیتونه لا هم د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د عادي کېدو پر وړاندې له مهمو خنډونو ګڼل کېږي.
کرزي په دې اړه ،چې ایا غواړي له طالبانو سره د نړیوالو اړیکو د عادي کېدو بهیر پېل شي، وویل چې د ده لومړیتوب داسې بهیر دی چې په هغه کې ټول افغانان د خپل هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې برخه ولري. هغه وویل: «زه غواړم داسې بهیر ووینم چې د افغانستان خلک په ګډه سره راټول شي او یو ښه راتلونکي ته د رسېدو لاره د افغانستان ټول خلک په خپل هېواد کې خپله وټاکي.»
پخواني ولسمشر زیاته کړه چې افغانان باید د هېواد په سیاسي او ټولنیز ژوند کې د ګډون احساس ولري، خپل حقونه خوندي وویني او باور ولري چې په خپله خاوره کې د پرمختګ او هوساینې پر لور روان دي.
کرزي وویل چې د افغانستان د راتلونکي په اړه هیله من دی او غواړي افغانان باسواده او تعلیم یافته شي. د هغه په وینا، افغانستان اوږد تاریخ، بډایه کلتور او ژورې تاریخي ریښې لري او بالاخره به بریالی کېږي.
کرزي د خپل سیاسي راتلونکي په اړه وویل چې نور په حکومت کې د کومې دندې اخیستو اراده نه لري. هغه وویل، چې د ولسمشرۍ دوره یې له لاسته راوړنو او تېروتنو سره تېره کړې او اوس نه غواړي بیا حکومتي مسئولیت واخلي.
نوموړي د خپلې ولسمشرۍ د دورې له مهمو لاسته راوړنو څخه د میلیونونو نجونو او هلکانو زده کړې، د افغانستان بیا رغونه او د افغانانو ترمنځ د یو ګډ هېواد او ملي تړاو د احساس پیاوړتیا یاده کړه. خو کرزي وویل، چې د خپلې واکمنۍ د دورې تر ټولو لویه نیمګړتیا دا ګڼي چې په افغانستان کې یې سوله ټینګه نه کړای شوه.
هغه وویل: «ما د سولې لپاره ډېرې هڅې وکړې. ما غوښتل چې ټول افغانان په یو سوله ییز هېواد کې د یو بل ترڅنګ ژوند وکړي. دا کار زما د دندې پر مهال ترسره نه شو او له دې امله خپه یم.»
کرزي په مرکه کې د پاکستان په اړه هم څرګندونې کړې دي. هغه که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ په شخړه کې د پاکستان د رول ستاینه وکړه، خو د افغانستان په اړه یې د اسلام اباد پر اوږدمهاله سیاست سختې نیوکې وکړې.
د هغه په وینا، د طالبانو او پاکستان ترمنځ روان اختلافونه او نښتې ښيي چې اسلام اباد له افغانستان سره په خپلو اړیکو کې یوه اساسي ستونزه لري. کرزي وویل: «هغوي ونه توانېدل چې له جمهوریت سره جوړ راشي او اوس هم نه شي کولی له طالبانو سره ګډې پایلې ته ورسېږي.»
هغه وویل، چې دا وضعیت د دې نښه ده چې د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست کې ستونزه شته او اسلام اباد باید پر خپلې تګلارې له سره غور وکړي.
کرزي په ځانګړي ډول له بریتانیا وغوښتل چې په دې برخه کې رول ولوبوي. د هغه په وینا، بریتانیا له افغانستان او پاکستان سره اوږدې تاریخي اړیکې لري او د سیمې سیاسي او تاریخي وضعیت ښه پېژني.
پخواني ولسمشر وویل چې په تېرو شاوخوا یونیم کال کې یې څو ځله له بریتانوي چارواکو سره د افغانستان په اړه د پاکستان د سیاست پر موضوع خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړه چې هیله لري بریتانیا وکولی شي پاکستان وهڅوي چې د افغانستان په اړه خپله پالیسي بدله کړي او له کابل سره د متقابل احترام او ثبات پر بنسټ اړیکې غوره کړي.
د کرزي دا څرګندونې داسې مهال دي چې له پنځو کلونو واکمنۍ وروسته هم د طالبانو حکومت پراخ نړیوال رسمیت نه لري او د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او عامه ژوند محدودیتونه د نړیوالې ټولنې له عمده اعتراضونو څخه پاتې دي.


شال نیوز