اسلام اباد (شال نیوز) : وفاقي حکومت په خېبر پښتونخوا کي د روان سیاسي بحران پر مهال د صوبې د چیف سېکرټري په ګډون ۱۵ لوړپوړي انتظامي افسران بدل کړي او هغوی ته یې په اسلاماباد کي د اسټېبلشمنټ ډویژن د رپورټ کولو امر کړی دی. په بدلېدونکو افسرانو کي د پاکستان اېډمنسټرېټیو سروس د ۱۸م نه تر ۲۱م ګرېډ پورې افسران شامل دي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، په دغو افسرانو کي د ۲۱م ګرېډ اکرام الله او عنبر علي خان، د ۲۰م ګرېډ شاهدالله او سهیل خان، د ۱۹م ګرېډ شاه فهد، ریټایرډ کېپټن میا عادل اقبال، محمد عثمان، ریټایرډ کېپټن سرمد سلیم اکرم او شفیع الله خان شامل دي.
همداراز د ۱۸م ګرېډ ریټایرډ کېپټن زبیر خان، وقار علي، ریټایرډ کېپټن ثناءالله خان، محمد احتشام الحق او محمد فهیم هم له صوبې بدل کړل شوي دي. د خېبر پښتونخوا چیف سېکرټري شهاب علي شاه هم له خپلې څوکۍ بدل شوی او پر ځای یې ډاکټر محمد فخر عالم عرفان نوی چیف سېکرټري مقرر شوی دی.
دا انتظامي بدلونونه په داسې وخت کي شوي چې د وفاقي حکومت او د سهیل اپریدي په مشرۍ د خېبر پښتونخوا د صوبايي حکومت ترمنځ سیاسي تاوتریخوالی زیات شوی او په صوبه کي د ګورنر راج او ایمرجنسۍ د لګولو خبرې روانې دي.
د دومره لوړپوړو افسرانو یوځايي بدلېدل د صوبې په انتظامي چارو کي مهم بدلون ګڼل کېدای شي، خو وفاقي حکومت تر اوسه نه دي ویلي چې دا پرېکړې یې ولې کړې دي. دا هم لا نه ده څرګنده چې دغه بدلونونه له روان سیاسي بحران سره تړاو لري او که د عادي انتظامي بدلیو برخه دي.


علي افضل افضال