اسلام‌ اباد (شال نیوز) : د پاکستان صدر اصف علي زرداري په ټوله خیبر پښتونخوا کي د ایمرجنسي لګولو حکم جاري کړی دی. په اسلام‌اباد کي د شال نیوز خبریال وايي، وفاقي حکومت د ۲۲م ګرېډ افسر ډاکټر محمد فخر عالم عرفان د صوبې نوی چیف سیکرټري هم ټاکلی دی.

 

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، وفاقي حکومت په لومړي سر کي د صوبې په ۱۲ ضلعو کي د ایمرجنسي لګولو پلان درلود، خو وروسته یې پرېکړه وکړه چې دا اقدام به په ټوله خیبر پښتونخوا کي عملي کېږي.

 

په دې پرېکړه کي د پېښور، مردان، نوښار، صوابۍ، چارسدې، سوات، کوهاټ، بنو، لکي مروت، ټانک او ډېره اسماعیل خان په ګډون ټولې ضلعې شاملې دي.

 

 

د خیبر پښتونخوا نوی چیف سیکرټري ډاکټر محمد فخر عالم عرفان

 

د باجوړ، مومندو، خیبر، کرمې، اورکزیو، شمالي وزیرستان، بر جنوبي وزیرستان او کوز جنوبي وزیرستان پخوانۍ قبایلي ضلعې هم د ایمرجنسي په اعلان کي شاملې دي.

 

د نوي چیف سیکرټري په توګه د ډاکټر محمد فخر عالم عرفان د ټاکل کېدو خبر په داسې وخت کي ورکړل شوی چې وفاقي حکومت د صوبې په انتظامي چارو کي د بدلون پرېکړه کړې ده.

 

تحریک انصاف: په خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج او ایمرجنسي مخالفت، د سهیل اپریدي د لانګ مارچ ملاتړ
تحریک انصاف: په خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج او ایمرجنسي مخالفت، د سهیل اپریدي د لانګ مارچ ملاتړ

 

ډاکټر فخر عالم عرفان د پاکستان د انتظامي خدماتو د ۲۲م ګرېډ افسر دی. نوموړی تر دې وړاندې د سند چیف سیکرټري، د وفاقي حکومت سیکرټري او په خیبر پښتونخوا کي پر یو شمېر مهمو انتظامي څوکیو کار کړی دی.

 

دا پرمختګ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د وفاقي کابینې له غونډې وروسته شوی دی. وفاقي حکومت په صوبه کي امنیتي حالات او د انتظامي چارو ستونزې د ایمرجنسي د لګولو لاملونه بللي دي.

 

 

د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي

 

د پاکستان د آئين د ۲۳۲ مادې له مخې، که صدر د صوبايي اسمبلۍ له قرارداد پرته د داخلي ګډوډۍ پر اساس ایمرجنسي اعلان کړي، نو په لسو ورځو کي یې د پارلمان له دواړو ایوانونو منظوري اخیستل ضروري دي.

 

بلخوا تحریک انصاف د ایمرجنسي او ګورنر راج مخالفت کړی او ویلي یې دي چې دا ډول اقدام د صوبې د خلکو د جمهوري حقونو خلاف دی.

 

تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې د ایمرجنسي له لګولو وروسته به د صوبايي حکومت او اسمبلۍ اختیارونه څه وي او ګورنر فیصل کریم کنډي ته به کوم انتظامي واکونه سپارل کېږي.