پېښور (شال نیوز) : د پاکستان تحریک انصاف سیاسي کمیټۍ او کور کمیټۍ په خپله ګډه غونډه کي په خېبر پښتونخوا کي د ګورنر راج یا ایمرجنسي د ممکنه لګولو مخالفت کړی او د صوبې د وزیراعلی سهیل اپریدي په مشرۍ یې د لانګ مارچ بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی.

 

د دواړو کمیټو د ګډې غونډې په اعلامیه کي ویل شوي چې په خېبر پښتونخوا کي د ګورنر راج یا ایمرجنسي لګول به د صوبې د خلکو د رایو، منتخبې اسمبلۍ او جمهوري حقونو خلاف اقدام وي. تحریک انصاف خبرداری ورکړی چې دا ډول ګام به په صوبه کي سیاسي تاوتریخوالی او د خلکو بې باوري نوره هم زیاته کړي.

 

په اعلامیه کي د ضم شویو قبایلي ضلعو د خلکو د حقونو پر ساتنه هم ټینګار شوی دی. ګوند ویلي چې له خېبر پښتونخوا سره د قبایلي ضلعو د یو ځای کولو مقصد خلکو ته آئيني حقونه ورکول، امن راوستل او د هغوی محرومۍ ختمول وو.

 

د تحریک انصاف دواړو کمیټو په پاکستان کي د وسله والو بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې ګوند یې د هر ډول ترهګرۍ مخالف دی. خو د ګوند په وینا، د وسله والو پر ضد د اقداماتو په پرېکړو کي باید د صوبايي اسمبلۍ منظور شوي قراردادونه، د سیاسي ګوندونو ګډ دریځ او د خلکو د منتخب استازو مشورې په پام کي ونیول شي.

 

تحریک انصاف د عوامي نېشنل پارټۍ، جمعیت علمای اسلام او جماعت اسلامي د هغه دریځ هرکلی هم کړی چې په خېبر پښتونخوا کي یې د ګورنر راج یا ایمرجنسي مخالفت کړی دی. د غونډې په اعلامیه کي د وزیراعلی سهیل اپریدي او د ګوند د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو راپورونه هم رد شوي دي.

 

په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج او ایمرجنسي د لګولو راپورونه؛ پېښور کې د اعلا وزیر، ګورنر او سپیکر د کورونو لارې بندې
په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج او ایمرجنسي د لګولو راپورونه؛ پېښور کې د اعلا وزیر، ګورنر او سپیکر د کورونو لارې بندې
خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج او ایمرجنسي خبرې؛ د امنیت د ناکامۍ ذمه وار څوک دي؟
خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج او ایمرجنسي خبرې؛ د امنیت د ناکامۍ ذمه وار څوک دي؟

 

تحریک انصاف ویلي چې سهیل اپریدي د خپلو مصروفیتونو له امله په غونډه کي ګډون نه و کړی او د هغه د مشرۍ یا لانګ مارچ په اړه په غونډه کي هېڅ اختلاف نه دی شوی. ګوند ویلي چې دواړو کمیټو د سهیل اپریدي پر مشرۍ بشپړ اعتماد څرګند کړی او د عمران خان د خوشې کېدو او نورو غوښتنو لپاره یې د روان لانګ مارچ ملاتړ کړی دی.

 

د اعلامیې له مخې، که په خېبر پښتونخوا کي ګورنر راج، ایمرجنسي یا بل غیرمعمولي آئيني او انتظامي اقدام وشي، نو د تحریک انصاف سیاسي کمیټۍ او کور کمیټۍ به بیا ګډه غونډه کوي او خپل راتلونکی دریځ به ټاکي.

 

دا اعلامیه په داسې وخت کي خپره شوې چې د خېبر پښتونخوا د امنیتي حالاتو، د وسله والو پر ضد د عملیاتو او د وفاقي او صوبايي حکومتونو ترمنځ د اختلافاتو پر سر سیاسي بحثونه روان دي.