پېښور (شال نیوز) : په خیبر پښتونخوا کي د ګورنر راج لګولو او ایمرجنسي اعلانولو د راپورونو ترمنځ د صوبې په مرکز پېښور کي سخت امنیتي انتظامات شوي او د اعلا وزیر، ګورنر او صوبايي اسمبلۍ د سپیکر سرکاري کورونو ته تلونکې مهمې لارې تړل شوې دي.
د پېښور په حساسه کنټونمنټ سیمه کي د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو درنې ډلې ځای پر ځای شوې دي. د ښار په بېلابېلو برخو کي لارې بندې دي او د خلکو تګ راتګ له سختو ستونزو سره مخ شوی دی.
دا حالات په داسې وخت کي رامنځته شوي چې پاکستان تحریک انصاف د خپل بندي مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د خوشې کولو لپاره احتجاجونه روان ساتلي دي. ځینو سرکاري سرچینو ویلي چې وفاقي حکومت د شنبې په شپه په خیبر پښتونخوا کي د ګورنر راج لګولو او ایمرجنسي اعلانولو پرېکړه کړې ده.

د دغو سرچینو په وینا، وفاقي کابینه به دغه پرېکړه منظوروي او د قانوني چارو د بشپړولو لپاره ښايي د راتلونکې شورو په ورځ د قومي اسمبلۍ او سېنېټ ګډه غونډه راوبلل شي.
خو وفاقي حکومت تر اوسه د دغې پرېکړې رسمي اعلان نه دی کړی او د پارلېمان د ګډې غونډې په اړه هم کوم رسمي تایید مخې ته نه دی راغلی. د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهېل اپریدی د شنبې په شپه ناوخته د خپلې کابینې له یو شمېر غړو سره له مردانه پېښور ته رسېدلی دی.
د معلوماتو له مخې، وزیراعلی دا مهال د ګورنر هاوس مخې ته په خپل سرکاري کور کي دی، خو شاوخوا لارې یې تړل شوې دي. د صوبايي اسمبلۍ د سپیکر بابر سلیم سواتي د سرکاري کور پر لور لارې هم بندې شوې دي.
ځینو سرکاري سرچینو ویلي چې وفاقي حکومت پولیسو ته هدایت کړی چې که وزیراعلی، سپیکر یا نور سیاسي مشران د احتجاج یا د امن خرابولو هڅه وکړي، نو ونیول دې شي.
خو د دغو هدایتونو په اړه تر اوسه رسمي تایید نه دی شوی. د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر هم د موجوده حالاتو د قابو کولو لپاره پولیسو ته ځانګړي هدایتونه جاري کړي دي.
په پېښور او د صوبې په ځینو نورو مهمو ښارونو کي امنیتي انتظامات دومره سخت شوي چې حالات د کرفیو په شان ښکاري، خو د کرفیو د رسمي اعلان په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
بلخوا وزیراعلی سهېل اپریدي د تحریک انصاف کارکنانو ته ویلي چې که وفاقي حکومت په صوبه کي ګورنر راج ولګوي یا ایمرجنسي اعلان کړي، نو دوی دې احتجاجونو ته راووځي. د وفاقي او صوبايي حکومتونو ترمنځ اختلافات د وسله والو پر ضد د پوځي عملیاتو په سر هم زیات شوي دي.

د معلوماتو له مخې، وفاقي حکومت له وزیراعلی سهېل اپریدي غواړي چې د وسله والو پر ضد د پوځ د عملیاتو ملاتړ وکړي، خو وزیراعلی د مسئلې د سیاسي حل او د ترهګرۍ او سخت دریځۍ د مخنیوي لپاره د نېشنل ایکشن پلان د بیا عملي کولو پلوي کوي.
سهېل اپریدی دریځ لري چې د امن مسئله باید یوازې د پوځي عملیاتو له لارې نه، بلکې د سیاسي خبرو او نورو اقداماتو له لارې هم حل شي.
په خیبر پښتونخوا کي د ګورنر راج او ایمرجنسي د احتمالي اعلان په اړه بحثونه په داسې وخت کي روان دي چې صوبه له امنیتي ستونزو، د وسله والو له زیاتېدونکو بریدونو او د وفاقي او صوبايي حکومتونو ترمنځ له سختو سیاسي اختلافاتو سره مخ ده.
تر اوسه دا نه ده څرګنده چې وفاقي حکومت به کله د ګورنر راج یا ایمرجنسي په اړه رسمي پرېکړه اعلان کړي.


شال نیوز