کابل (شال نیوز) : د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په پنځو ولایتونو کي یې د مالګې د راایستلو او پاکولو لپاره له خصوصي شرکتونو سره ۱۳ قراردادونه کړي، چې له مخې یې هر کال شاوخوا پنځه لکه ټنه مالګه تولیدېدای شي.

 

د وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان هر کال شاوخوا څلور لکه ټنه مالګې ته اړتیا لري، خو د نویو قراردادونو له مخې د تولید ټاکل شوی ظرفیت د هېواد له اړتیا یو لک ټنه زیات دی. دغه قراردادونه په هرات، بلخ، تخار، فاریاب او نیمروز ولایتونو کي له خصوصي شرکتونو سره شوي دي.

 

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د یوه پلاوي په مشرۍ د مالګې له کانونو لیدنه کړې ده. وزارت وايي، دغه پلاوی به د ولایتونو له اړوندو چارواکو سره په ګډه د مالګې د غیرمعیاري پاکولو او تیارولو مخه نیسي او په کارخانو کي به د کیفیت د ښه کولو لپاره اقدامات کوي.

 

د وزارت په وینا، هڅه روانه ده چې د خصوصي شرکتونو په مرسته د مالګې د تولید کارخانې پیاوړې شي، څو په هېواد کي خلکو ته د ښه کیفیت او مناسبې بیې مالګه ورسېږي. وزارت دا هم ویلي چې ایران او اذربایجان د افغانستان د مالګې د کارخانو له مالکانو سره د تجارتي همکارۍ په اړه خبرې کوي.

 

د وزارت په خبره، که د مالګې تولید زیات او کیفیت یې ښه شي، افغانستان به وکولای شي په راتلونکي کي خپله مالګه نورو هېوادونو ته هم صادره کړي. خو وزارت دا نه دي ویلي چې د پنځه لکه ټنه کلني تولید له ټاکل شوي ظرفیت څخه اوس څومره مالګه عملاً تولیدېږي او له ایران او اذربایجان سره خبرې کوم پړاو ته رسېدلې دي.