اسلام اباد (شال نیوز) : د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د خیبر پښتونخوا په صوبه کې د وفاقي حکومت له خوا د ګورنر راج او ایمرجنسي لګولو پرېکړه رد کړې او ویلي یې دي چې د دې اقدام پر ضد به د ولس، عدالتونو او پارلمان په ګډون له ټولو جمهوري او اییني لارو خپل غبرګون څرګند کړي.
مولانا فضل الرحمان د اکتوبر پر ۱۱مه په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ګورنر راج او ایمرجنسي لګول د ولس پر رایې او جمهوریت برید دی او د ایین او جمهوریت د دفاع لپاره به خپل رول ادا کوي.
نوموړي دعوه وکړه چې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د هغه په غوښتنه خپل لانګ مارچ ورو کړی و او اسلام اباد ته یې حرکت نه و کړی. د مولانا په وینا، د وفاقي حکومت او پي ټي ای ترمنځ پر دوو غوښتنو خبرې روانې وې. حکومت غوښتل چې لانګ مارچ پای ته ورسېږي، خو پي ټي ای له خپل مشر عمران خان سره د لیدنې غوښتنه کوله.
هغه وویل چې دواړو خواوو د منځګړیتوب مسوولیت ده ته سپارلی و، خو وفاقي حکومت له دې څو ساعته وروسته د کابینې په غونډه کې د ګورنر راج او ایمرجنسي د لګولو منظوري ورکړه.
مولانا فضل الرحمان د خیبر پښتونخوا د حکومت پر وړاندې د ګورنر راج د لګولو لپاره د ترهګرۍ د وضعیت د دلیل په اړه هم پوښتنې راپورته کړې.
هغه وویل، که ترهګري د یو حکومت د لرې کولو دلیل وي، نو په بلوچستان کې هم د ترهګرۍ پر وړاندې د حکومت د فعالیتونو په اړه پوښتنې شته. نوموړي دعوه وکړه چې د ګورنر راج د لګولو اصلي لامل ترهګري نه، بلکې د سیاسي بیانیو توپیر دی.
د جمعیت علمای اسلام مشر همداراز وویل چې په سیمه کې د ګڼو پوځي عملیاتو باوجود امنیتي وضعیت ښه شوی نه دی. د هغه په وینا، د حالاتو د خرابوالي مسوولیت د پوځ پر ناسمو تګلارو او ناکامې ستراتیژۍ هم ورګرځي.
مولانا فضل الرحمان دعوه وکړه چې په ډېره اسماعیل خان کې د ترهګرۍ د ګواښ له امله پولیس د شپې له خوا تاڼې پرېږدي او د شپې تېرولو لپاره د سیمې د خلکو کورونو ته ځي.
مولانا فضل الرحمان اوسنی وفاقي حکومت د ټاکنیزو درغلیو پایله بللی او مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی. هغه وویل چې اوسنی وفاقي حکومت د درغلیو له لارې جوړ شوی او ،د ده په باور، مشروع نه دی.
د مولانا فضل الرحمان د دغو څرګندونو په اړه د وفاقي حکومت او پوځ لخوا تر اوسه کوم رسمي غبرګون ندی خپور شوی.


شال نیوز