اسلام‌ اباد (شال نیوز) : د پاکستان د داخله چارو وفاقي وزیر محسن نقوي ویلي چې وفاقي حکومت په خېبر پښتونخوا کي د امن او امان د خرابېدونکي حالت د سمولو لپاره له صوبايي حکومت سره تر وروستۍ شېبې خبرې وکړې، خو کومې نتیجې ته ونه رسېدل.

 

نقوي د اکتوبر پر ۱۱مه په اسلام‌اباد کي د وفاقي وزیرانو په ګډ خبري کنفرانس کي وویل چې حکومت له یوې میاشتې راهیسې هڅه کوله چې د خېبر پښتونخوا له حکومت سره په ګډه د وسله والو پر ضد اقدامات وکړي.

 

هغه وویل چې وفاقي حکومت د تحریک انصاف له احتجاج سره مخالفت نه درلود، خو د صوبې د امن او امان صورتحال یې د اندېښنې وړ باله.

 

خیبر پښتونخوا په ټوله صوبه کې ایمرجنسي نافذه شوه؛ ډاکټر محمد فخر عالم عرفان نوی چیف سیکرټري ټاکل شوی
خیبر پښتونخوا په ټوله صوبه کې ایمرجنسي نافذه شوه؛ ډاکټر محمد فخر عالم عرفان نوی چیف سیکرټري ټاکل شوی

 

د نقوي په وینا، په تېرو اتلسو میاشتو کي ۵۱۸ پولیس وژل شوي او د صوبې په ځینو ضلعو کي حالات دومره خراب شوي چې خلک له ماښام وروسته له کورونو نه شي وتلی.

 

د تحریک انصاف مشرتابه د ګورنر راج او ایمرجنسي له لګولو سره مخالفت کړی او دا یې د صوبې د ولس د رایې خلاف اقدام بللی دی.