اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان وفاقي حکومت په خېبر پښتونخوا کي د ایمرجنسي او ګورنر راج د لګولو ګزټ اعلامیه خپره کړې، چې له مخې یې اعلا وزیر سهیل اپریدی، صوبايي وزیران، مشیران، خصوصي مرستیالان او ایډووکېټ جنرل له خپلو دندو لرې شوي دي.
د اکتوبر په ۱۱مه خپره شوې اعلامیه کي ویل شوي چې صدر اصف علي زرداري د پاکستان د ائین د ۲۳۲ او ۲۳۴ مادو له مخې په صوبه کي ایمرجنسي لګولې او دا پرېکړه سمدستي نافذه شوې ده.
د اعلامیې له مخې، وفاقي حکومت به د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي ته د صوبايي حکومت ټول یا ځینې انتظامي واکونه سپاري. د صوبايي اسمبلۍ د قانون جوړولو واکونه به د پاکستان پارلېمان یا د هغې له خوا ټاکل شوې اداره استعمالوي.
وفاقي حکومت په اعلامیه کي ویلي چې په خېبر پښتونخوا کي د وسله والو بریدونو زیاتوالي، پر سرکاري ودانیو او امنیتي ادارو بریدونو او د خلکو ژوند او مال ته ورپېښو خطرونو د ایمرجنسي لګول ضروري کړي وو.
په اعلامیه کي دا هم ویل شوي چې صوبايي حکومت د امنیتي حالاتو په قابو کولو کي ناکام شوی او ګورنر په خپل راپور کي ویلي وو چې صوبايي حکومت نور د ائین له مخې خپلې چارې نه شي چلولی.
خو پاکستان تحریک انصاف د وفاقي حکومت دا تورونه رد کړي دي. ګوند وايي، وفاقي حکومت صوبې ته د وسله والو پر ضد د عملیاتو لپاره ضروري پیسې او وسایل نه دي ورکړي.
د وفاقي قانون وزیر اعظم نذیر تارړ په اسلاماباد کي خبري غونډې ته ویلي چې ګورنر به د یوې ۱۱ کسیزې مشورتي شورا په مرسته د صوبې چارې چلوي. د هغه په وینا، دا انتظام په لومړي سر کي د شپږو میاشتو لپاره دی.
وفاقي حکومت ډاکټر محمد فخر عالم عرفان د خېبر پښتونخوا نوی چیف سېکرټري هم ټاکلی دی.


شال نیوز